د روهينګا د مسلمانو ماشومانو سره د اوباما ليدنه

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما په مالېزيا كې د ميانمار د روهينګا د مسلمانو ماشومانو سره په ليدنه كې د نوموړو نه ملاتړ وكړ.

420351
د روهينګا د مسلمانو ماشومانو سره د اوباما ليدنه


د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما په مالېزيا كې د ميانمار د روهينګا د مسلمانو ماشومانو سره په ليدنه كې د نوموړو نه ملاتړ وكړ.
اوباما په مالېزيا كې په يو ښوونيز كمپ كې د هغو كډوالو ماشومانو سره چې د ميانمار د حكومت د فشارونو له امله د خپل هېواد پرېښودلو ته اړ شوي دي د ليدنې پرمهال، د كډوالو سره د امريكا د مرستو نه يادونه وكړه.
اوباما په داسې حال كې د كډوالو سره ليدنه كوي چې په خپل هېواد كې يې يو زيات شمېر ايالتونو د سوي كډوالو د منلو نه ډډه وكړه. سربېره پر دې ولسي جرګې هغه قانون هم تصويب كړ چې له مخې يې كډوالو ته د منل كېدو سخت شرايط ټاكلي دي.
دا قانون د هغو ۱۰ زره سوري كډوالو د د منل كېدو چارې د ستونزو سره مخامخ كوي چې امريكا په ۲۰۱۶م كال كې د منلو هوډ كړى دى.
د بله پلوه اوباما يو ځل بيا ددې قانون سره خپل مخالفت وښود. اوباما د روهينګا مسلمانو ماشومانو ته په اشارې سره وويل چې `` هغه كسان چې ددې ماشومانو د ليدلو چانس لري، پوره باور چې پدې به پوه شي چې دوى زموږ ماشومانو ته څومره ورته والى لري. دوى ساتنې، مينې او ښوونې ته اړتيا لري.``
اوباما زياته كړه چې `` تر هغه پورې چې د امريكا ولسمشر يم، هېواد به مې د تاوتريخوالي سره مخ شوو كسانو لپاره د دوست او د جونګړې هېواد په توګه پاتې شي.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه