د مالي په هوټل كې برمته شوي كسان ژغورل شوي.

په مالي كې پر هوټل بريد د ۲۱ كسانو د وژل كېدو سره پاى ته ورسېد.

420055
د مالي په هوټل كې برمته شوي كسان ژغورل شوي.


د لودېځې افريقا په هېواد مالي كې د برمته شوو كسانو كړكېچ د ۲۱ تنو د وژلو كېدو وروسته پاى ته رسېدلى دى.
پرون په پلازمېنه باماكو كې پر يو لوكس هوټل باندې چې يو زيات شمېر بهرنيان په كې مېلمانه ول، د وسله والو لخوا بريد شوى وو او لسګونه كسان يې برمته كړي ول.
ددې هېواد امنيتي ځواكونو د ۹ ساعتونو عملياتو په پايله كې هوټل د برمته كوونكو نه وژغورلو خو د عملياتو پر مهال د ۲ تنو ترهګرو په ګدون ۲۱ تنه ووژل شول او ۷ تنه نور ټپيان شول.
د مالي د ولسمشر د معلوماتو په اساس ترهګرو د هوټل د ۳۰ تنو كار كوونكو په ګدون ۱۷۰ تنه برمته كړي ول چې زياتره يې ژوندي ژغورل شوي دي.
د معلوماتو په اساس بريد كوونكي د ډيپلوماټيك پلېټ درلودونكي موټر په واسطه هوټل ته ننوتي ول چې په اوم پوړ كې يې لسګونه كسان برمته كړل.
په هوټل كې د تركيې د هوايي كرښو اړوند ۷ تنه تركان هم مېلمانه ول چې ټول ژغورل شوي دي.
د عيني شاهدانو د معلوماتو له مخې بريد كوونكو هغه كسان چې په قران كريم پوهېدل خوشې كړل. پاتې برمته شوي بيا د امريكا، فرانسې او مالي د ځانګړو ځواكونو د عملياتو په پايله كې خوشې شوي دي.
د بله پلوه د بريد مسوليت د المرابطون ډلې چې د القاعدې پورې اړه لري پر غاړه واخيست.
ويل كيږي چې بريد كوونكي شاوخوا ۱۰ تنه ول چې د نورو په اړه معلومات په لاس كې نشته دى.
د بله پلوه د تركيې د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره په مالي كې دا ترهګري بريد په كلكه وغندلو او د مالي د خلكو سره د تركيې په مرستې او همكارۍ باندې تينګار وشو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه