په فرانسه كې د مسجدونو د تړلو ګواښ

د فرانسې د كورنيو چارو وزير برنارد كازنو ګواښ وكړ چې هغه مساجد به وتړل شي چې مسولين يې د كركې د خپرولو تبليغ كوي.

417562
په فرانسه كې د مسجدونو د تړلو ګواښ

كازنو په پاريس كې د خونړيو ترهګري بريدونو نه وروسته ددې هېواد يو ټلوېزيوني كانال سره په مركه كې څرګنده كړه چې د هغو مساجدو د تړلو پلان لري چې امامان او مسولين يې په ټولنه كې د كركې د خپرولو تبليغ كوي.
دا په داسې حال كې ده چې د فرانسې لومړي وزير منوېل والس هم پرون څرګنده كړې وه چې هغه بهرني امامان چې په فرانسه كې كركې ته لمن وهي، ژر تر ژره به له هېواده وشړل شي.
داسې اټكل كيږي چې په فرانسه كې د مېشتو مسلمانانو د ژوند ورځنۍ چارې به د پاريس د بريدونو نه وروسته د ستونزو سره مخامخ شي.
په بريدونو كې د وروستيو شمېرو له مخې ۱۳۲ تنه ووژل شول او ۳۴۹ تنه نور ټپيان شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه