په پاريس كې د بريد د پلان جزييات

د داعش ترهګرې ډلې په پاريس كې د خونړيو بريدونو د مسوليت د منلو ترڅنګ ددې بريد په اړه معلومات هم خپاره كړل.

417200
په پاريس كې د بريد د پلان جزييات

داعش په ټولنيزه مېډيا كې د يوې وېډيو په خپرولو سره څرګنده كړه چې بريد د ۸ تنو لخوا ترسره چې ۷ تنو يې ځانونه والوځول او يو تن د امنيتي ځواكونو لخوا ووژل شو.
د معلوماتو په اساس بريدونه په ۶ بېلابېلو ځايونو باندې ترسره شول چې په كې لږ تر لږه ۱۲۹ تنه ووژل شول او ۳۵۲تنه نور ټپيان شول. د روغتيايي چارواكو د معلوماتو په اساس د ټپي شوو كسانو نه د ۹۹ تنو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
داسې ويل كيږي چې د فوټبال په لوبغالي باندې د يو تن بريد كوونكي په جېب كې د سوريې پاسپورت موندل شوى دى. دا په داسې حال كې ده چې نورو بريد كوونكو بيا د فرانسې د هېواد تابعيت درلود.
د فرانسې د استخباراتو د معلوماتو په اساس د چارلي اېبډو پر مجلې باندې د بريد نه وروسته د داعش ۵۱ اورپكي فرانسې ته ننوتي دي. د دوى د جملې ۹ تنه يې د فرانسې هېوادوال دي.
د بله پلوه په پاريس كې د تېرې ورځې د بريدونو نه وړاندې بريد كوونكي څلور ځله د بريدونو سيمو ته تللي دي او اړوند معلومات يې ترلاسه كړي دي.
دا په داسې حال كې ده چې داعش ادعا كوي چې د جولاى د مياشتې راهيسې يې اروپا ته ۱۲۰ تنه جنګيالي لېږلي دي. په پاريس كې د بريدونو نه وروسته وار د جرمني، اسپانيا او اتريش د هېوادونو دى. سربېره پر دې په فرانسه كې د ۱۵ بريدونو لپاره د عراق د موصل د ښار نه `امر` شوى دى. دا امرونه په اسپانيا كې د داعش د ډلې د مسول عادل هاشم لخوا فرانسې ته لېږل شوى دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه