د داعش د ډلې د جلاد مرسیتال په استانبول کې ونیول شو

د داعش ډلې جلاد چې د امریکا لخوا يي د وژلو ادعا شوې ده مرستیال په استانبول کې ونیول شو

416874
د داعش د ډلې د جلاد مرسیتال په استانبول کې ونیول شو

د داعش ترهګرې ډلې د جلاد جان جهادي د وژل کیدو د ادعا نه وروسته د هغه مرستیال په استانبول کې ونیول شو.
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت وړمه ورځ د داعش د جلاد جان جهادي د وژلو ادعا وکړه.
امریکا د دفاع وزارت وویل چې د داعش جلاد جان جهادي د سوریې د رقه په ښار کې ددوی د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی . د پنټاګون لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې بې پيلوټه الوتکې په هغه موټر چې جان جهادي پکې سپور وو بریدونه کړي او له منځه وړی دی.
د بله پلوه په استانبول کې د جان جهادي د مرستیال د نیول کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
سره ددې چې د داعش ډلې د جان جهادي د وژلو په اړه څه ندي ویلي خو امریکا په ټینګار سره وايي چې نوموړی وژلی دی.
محمد الاموازي مشهور په جان جهادي د داعش د ډلې جلاد دی چې ګڼ شمیر لویدیځوالو د سرونو په پرې کولو او وژلو تورن دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه