روسيه د انګلستان لپاره تر ټولو لوى خطر دى.
د انګلستان د ريسك د تحليل راپور چې په هرو ۵ كلونو كې يو ځل خپريږي او په دې اساس د هېواد كورني او بهرني سياستونه جوړيږي تېره ورځ خپور شو.
ټاكل شوې ده چې ددې راپور له مخې به د انګلستان لومړى وزير ډېوېډ كامرون د نوامبر په ۲۳مه نېټه د ملي امنيت ستراتيژي څرګنده كړه چې پكې روسيې ته، د انګلستان لپاره د لوى خطر په سترګه وليدل شي.
د ټايمز د خبر په اساس په انګلستان كې د ملي امنيت پوهان په هرو ۵ كلونو كې يو ځل د هېواد د ملي امنيت ستراتيژي جوړوي چې له مخې يې هغه پينځه خطرونه چې هېواد ته تر ټولو زيات ګواښ رامنځته كوي.
د ۲۰۱۵م كال د خطرونو په لست كې روسيه په لومړي سر كې ځاى لري.
سياسي پوهان وايي چې په اوكراين د روسيې د مداخلې او په ټوليزه توګه په ختيځه اروپا كې ددې هېواد فعاليت د انګلستان ملي امنيت ته خطر رامنځته كړى دى.
د انګلستان د ملي امنيت لپاره نور خطرونه بيا اروپا ته د كډوالو كړكېچ، ترهګري، د داعش د اروپكو فعاليت او د ايبولا د ساري ناروغۍ خطرونه دي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.