اتریش هم په افغان کډوالو ځیني محدودیتونه لګوي

د جرمني نه وروسته اتریش هم د افغان کډوالو د مخنیوي په خاطر نسټوني بډوهل.

409846
اتریش هم  په افغان کډوالو ځیني محدودیتونه لګوي

د اتریش حکومت هیواد ته د افغان کډوالو د راتلو د مخنیوي په خاطر ولسي جرګې ته د قانون طرحه وړاندې کوي.
د اتریش لومړي وزیر وانر فیمن د وزیرانو د شورا د غونډې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې د کډوالو د راتګ د مخنیوي او پدې اړه د ځینو محدودیتونو د لګولو په خاطر يي په تیاریو پيل کړی دی .
هغه وویل په پام کې لري چې د کډوالو لخوا د پناه غوښتلو او یا د خپلو کورنیو د راوستو په اړه په موجودو قوانینو او شرایطو کې ځیني تغیرات راوستل شي.
نوموړي وویل چې یو کډوال ته د خپلې کورنۍ د راغوښتو په خاطر درې کاله وخت ورکول کیږي. پدې دریو کلونو کې د هغه ټول شرایط ارزول کیږي چې ایا ددې مسلې توان لري او که نه.
د اتریش د حکومت لخوا ولسي جرګې ته په وړاندې کیدونکي قانون طرحه کې د هغه کډوالو لپاره چې وغواړي خپله کورنۍ اتریش ته راولي د انتظار موده د یو کال نه ۳ کلونو ته لوړه شوې ده . سربیره پر دې د هر هغه کډوال نه چې وغواړي خپله کورنۍ راولي مالي سرچینه، روغتیايي بیمه او د پاتې کیدو د ځای په اړه اسناد غوښتل کیږي. که چیرې کډوال دا شرطونه پر ځای نکړي هغه هم د اتریش د پولو نه ویستل کیږي.
د بله پلوه د اتریش د کورنیو چارو وزیر دولتي راډيو سره په مرکه کې د یادې شوې قانون طرحې نه د یوې سیاسي پریکرې په توګه یادونه کړې او ویلي دي چې دا طرحه به تر ټولو زیات په افغان کډوالو منفي اغیزې وکړي. ددې طرحې اصلي موخه هیواد ته د افغان کډوالو د راتګ مخنیوی دی. هغه زیاته کړه چې زموږ اصلي موخه د غوڅو شرطونو په ایښودو سره اتریش نه د کډوالو پاملرنه بل لورې ته اړول دي.
هغه وویل تمه کیږي چې د قانون دا طرحه د روانې میاشتې په دننه کې د ولسي جرګې لخوا تصویب او په قانون بدله شي.
د یادولو وړ ده چې افغانان اروپا ته د تلو کډوالو په کتار کې د سوریې نه وروسته په دویم کتار کې ځای لري. د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د روان میلادي کال په لومړنیو ۸ میاشتو کې ۱۰۵۰۰ تنو افغان کډوالو او څه باندې ۱۳۰۰۰ زرو تنو سوري کډوال د کډوالۍ لپاره مراجعه کړې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه