په فرانسه کې د قتل عام په څیر ترافیکي پیښه رامنځته شوه

په فرانسه کې د یو مساپروړونکي بس او لارۍ د جنګیدو په پایله کې لږ تر لږه ۴۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .

357627
په فرانسه کې د قتل عام په څیر ترافیکي پیښه رامنځته شوه

د فرانسې د مطبوعاتو د خبر له مخې پیښه د نوموړي هیواد د لیبورن سیمې نه نږدې د پوسېګین سنټي میلن په ښار کې رامنځته شوې ده .
پیښه د سهار د ۷ بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده .
ویل کیږي دواړو موټرو د جنګیدو نه وروسته اور اخیستی دی. د پیښې نه وروسته نږدې ۶۰ تنو اوروژونکو د ژغورنې په عملیاتو کې ګډون کړی وو.
د سیمې خبري رسنیو ویلي دي چې ۸ تنه د پیښې نه ژوندي ژغورل شوي دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د پيښې سیمې ته سفر کړی دی .
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاندا چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې یونان ته تللی دی د نوموړې پیښې نه د یوې تراژیدي په توګه یادونه وکړه او ویلي دي دې پیښې د فرانسې ټول خلک په زړه سوري کړي دي. ویل کیږي دا پیښه په فرانسه کې په تیرو ۳۳ کلونو د تر ټولو خونړۍ ترافیکي پیښه ده چې رامنځته کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه