جرمني په قطر د ۲ میلیاردو په ارزښت وسلې وپلورلې.

 ویل کیږي جرمني پدې چوکاټ کې قطر ته ۶۲ لیوپار ۲ ټانکونه او ۲۴ اوبس توپونه سپارلي دي.

397548
جرمني په قطر د ۲ میلیاردو په ارزښت وسلې وپلورلې.


د جرمني د زوددویچه سایتون ورځپاڼې د خبر له مخې قطر ته دا وسلې په ۲۰۱۳ کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د لاسلیک شوي تړون په چوکاټ کې ورکړل شوي دي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې په خلیج کې روان حال جدي بدلونو رامنځته کیدو ته اشاره کوي.
د بله پلوه ویل کیږي چې قطر په یمن کې د روانې جګړې د ختمولو په خاطر د سعودي عربستان په مشرۍ په عسکري حرکاتو کې د زرو تنو سرتیرو سره ګډون کوي.
د بله پلوه د جرمني د دفاع وزیر قطر ته د ورکړو ټانکونو نه د یمن په جګړه کې د استفاده کولو په خاطر اندیښنه څرګنده کړې ده .
همداشان د قطر د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ وویل چې د اسد د رژیم د تهدیدونو نه د دفاع په خاطر د اړتیا په صورت کې په نوموړي هیواد عسکري مداخله وکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه