د جرمني نیمايي خلک کډوالو ته د پناه ورکولو سره مخالفت کوي

د جرمني نیمايي خلک هیواد ته د کډوالو د راتګ سره سخت مخالفت کوي.

395470
د جرمني نیمايي خلک کډوالو ته د پناه ورکولو سره مخالفت کوي

په جرمني کې په ترسره شوې نظرپوښتنه کې دا معلومه شوې ده چې نیمايي خلک د کډوالو پر مخ د هیواد د پولو د تړولو غوښتنه کوي.
د insa د نظرپوښتنې د شرکت لخوا د فوکس انلاین لپاره په ترسره شوې نظرپوښتنه کې د جرمني د خلکو ۴۸ سلنه هیواد ته د کډوالو د راتګ سره سخت مخالفت کړی او د کډوالو پر مخ يي د جرمني د پولو د تړولو غوښتنه کړې ده. پدې نظرپوښتنه کې ۱۲ سلنه خلک په منځ کې پاتې دي او د هو او نه ځواب يي ندی ورکړی او ۴۰ سلنه خلکو بیا کډوالو ته د پناه ورکولو نه ملاتړ کړی دی .
۴۰ سلنه خلکو ویلي دي چې هیواد يي باید د کډوالو په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي او کډوالو پر مخ خپلې پولې پرانیستې وساتي.
په نظرپوښتنه کې معلومه شوې ده چې د جرمني دویم دویم لوی سیاسي ګوند AFD د کډوالو پر مخ د هیواد د پولو د تړولو غوښتنه کوي.
پدې نظرپوښتنه کې دا معلومه شوې ده چې د AFD په نامه سیاسي ګوند ۹۵ سلنه پلویان او د ازاد ډیموکراتیک ګوند ۹۴ سلنه پلویان د کډوالو پر مخ د هیواد د پولو د تړولو ملاتړ او غوښتنه کوي.
ددې پر وړاندې بیا د زرغون ګوند ۶۷ سلنه پلویان، د سوسیال ډیموکراټ ګوند ۵۱ سنله پلویان او د مسیحیانو متحد ګوند ۴۱ سلنه پلویان د کډوالو پر مخ د هیواد د پولو د پرانیستو غوښتنه کوي .
پدې نظرپوښتنې او څیړنه کې دا معلومه شوې ده چې د جرمني د خلکو ۵۸ سلنه د کډوالو په برخه کې د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل د سیاستونو او دریځ سره سخت مخالفت کوي

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه