په كلمبيا كې الوتكې سقوط وكړ.
په كلمبيا كې د يوې كوچنۍ الوتكې د سقوط په پايله كې لږ تر لږه ۵ تنه ووژل شول او ۷ تنه نور ټپيان شول.
355619
په كلمبيا كې الوتكې سقوط وكړ.
په كلمبيا كې د يوې كوچنۍ الوتكې د سقوط په پايله كې لږ تر لږه ۵ تنه ووژل شول او ۷ تنه نور ټپيان شول.
دا پېښه په پلازمېنه بوګاتا كې رامنځته شوه. الوتكه پر يو نانواى لوېدلې ده چې په پايله كې پيلوټ او درې تنه سپرلۍ وژل شوي دي. د پېښې پر مهال په نانواى كې يو مشتري هم وژل شوى دى.
ټپي شوي كسان په روغتون كې تر درملنې لاندې دي.