په عراق کې د امریکا الوتکې سقوط وکړ

په عراق کې د امریکا متحده ایالتونو اړوند یوه کشفي الوتکه راوغورځیده.

355185
په عراق کې د امریکا الوتکې سقوط وکړ

الوتکه د عراق په سویل کې د وسط ولایت په مربوطاتو کې غورځیدلې ده .
د عراق د وسط ولایت د ولایتي شورا یو تن غړي منتظر النعمان د اناطولیا خبري اژانس ته وویل چې د امریکا متحده ایالتونو اړوند یوه کشفي الوتکه د یاد شوي ولایت د الحي او المواکه د سیمو ترمنځه په یوې دښته کې راغورځیدلې ده .
نوموړي ویلي دي چې امنیتي ځواکونه د الوتکې د غورځیدو سیمې ته رسیدلي او د الوتکې د ټوټو پارچو په راټولو يي پیل کړی دی .
هغه وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې الوتکه د کوم برید له امله نه بلکې د تخنیکي ستونزې له امله غورځیدلې ده.
النعمان بیا پدې پیښه کې د ځاني زیان په اړه څه ونه ویل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه