روسي جنګي الوتکې دا ځل په سوریه کې د امریکايي الوتکو مخه ونیوله

د روسیې جنګي الوتکې په سوریه کې د امریکا جنګي الوتکو چې په داعش يي د بریدونو هوډ درلود مخه ونیوله.

390396
روسي جنګي الوتکې دا ځل په سوریه کې د امریکايي الوتکو مخه ونیوله

د امریکا متحده ایالتونو دوه جنګي الوتکو چې د ترکیې د انجییرلي د هوايي هډې نه په سوریه کې د داعش په مرکزونو د بریدونو په موخه الوتنه کړې وه د سوریې په هوايي حریم کې د روسیې اړوند د جنګي الوتکو د خنډ سره مخامخ شوې.
امریکايي جنګي الوتکو د روسي الوتکو نه د نه مخامخ کیدو له امله عملیات لغوه او بیرته هدې ته راستنې شوې.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل دی چې امریکايي الوتکې د سوریې په هوايي حریم کې د روسیې د خنډ سره مخامخ کیږي.
دوو امریکايي الوتکو چې په سوریه کې د داعش په هډو د برید هوډ درلود  روسیې د جنګي الوتکې سره مخامخ شوې او روسي الوتکې ورته د لارې ورکولو نه ډډه وکړه. امریکايي الوتکو عملیات لغوه او بیرته هډې ته راستنې شوې.
د ان ټي وي د خبر له مخې امریکايي الوتکو چې په رقه ښار کې د داعش په مرکزونو د بریدونو هوډ درلود  د سورېې په هوايي حریم کې د روسي جنګي الوتکې سره مخامخ شوې چې د احتمالي کومې ستونزې د نه رامنځته کیدو په خاطر يي عملیات لغوه او هډې ته راستنې شوې.
امریکايي چارواکیو ویلي دي چې د روسیې لخوا په سوریه کې د هوايي عملیاتو د پیلیدو سره سم يي خپلو هوايي ځواکونو ته د سوریې په حریم کې د روسي الوتکو سره د امنیتي واټن د ساتلو امر شوی دی . د بله پلوه ویل کیږي چې روسیې او امریکا په ګډه د سوریې د هوایي حریم نه د استفادې په برخه کې یو تفاهم لیک هم کار کوي .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه