ناټو: د تركيې په هوايي حريم تېرى د نه منلو وړ دى.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د روسيې د جنګي جټ الوتكې لخوا د تركيې پر هوايي حريم باندې تېرى د نه منلو وړ وبللو.

350117
ناټو: د تركيې په هوايي حريم تېرى د نه منلو وړ دى.



د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د روسيې د جنګي جټ الوتكې لخوا د تركيې پر هوايي حريم باندې تېرى د نه منلو وړ وبللو.
نوموړي همدا راز غړي هېوادونه د پېښې د څېړنې په موخه بېړنۍ غونډې ته را وبلل.
سټولټنبرګ د تركيې د بهرنيو چارو د وزير سره چې اوسمهال په بروكسل كې دى هم ليدنه وكړه. د ناټو سرمنشي خبريالانو ته وويل چې `` د روسيې كړنې په سيمه كې د امنيت او ثبات د راوړلو په برخه كې مرسته نه كوي.``
د شنبې په ورځ د روسيې د هوايي ځواكونو اړوند يوه جنګې جټ الوتكه د تركيې په سوېل كې د هېواد هوايي حريم ته ننوتله چې په لنډه موده كې د تركيې د اېف – ۱۶ ډوله جنګي جټ الوتكو د غبرګون سره مخامخ شوه.
دا پېښه د تركي مقاماتو د سخت غبرګون سره مخامخ شوه. په انقره كې د روسيې سفير د بهرنيو چارو د وزارت مقر ته ور وغوښتل شو.
روسي چارواكو د پېښې په اړه څرګنده كړه چې د پتې موندنې `` نيويګېشن`` په سيستم كې د خطا له امله دا پېښه رامنځته شوې ده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه