غره ښویدنې ۲۵ تنه مړه او ۶۰۰ تنه نور د خاور لاندې کړي دي
په ګواتالاما کې د غره ښویدنې له امله ۲۵ تنه مړه او نږدې ۶۰۰ تنه نور لا درکه شوي دي
348993
د ګواتامالا د پلازمینې ګواتامالا سټي په مربوطاتو کې سانتا کارینا پینوا په سیمه کې د غره د ښویدنې له امله ۲۵ تنه مړه او ۶۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د مړو شمیره د لوړیدو په حال کې ده .
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په نوموړي سیمه کې د شدیدو بارانونو د اورښت په پایله کې د سانتا کارینا پینوا په سیمه کې د جمعې د ورځې نه راپدیخوا د غره په ښویدنې پیل وشو. ویل کیږي د غره نه د شدیدو بارانونو په يایله کې خټې او خاورو په راخویدو پیل وشو.
د سیمې عیني شاهدانو ویلي دي چې دې خټو او خاورو په سیمه کې یو زیات شمیر کورونه ډوب کړي دي. په سیمه کې د ژغورنې چارې دوام لري.
تر اوسه پورې د ۲۵ تنو مړي موندل شوي دي. ویل کیږي د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنې شتون لري.