د ایژې په سمندر کې یو ځل بیا د کډوالو لویه فاجعه رامنځته شوه
د ایژې په سمندر کې یو ځل بیا د کډوالو کښتئ ډوبه شوه
د ایژې په سمندر کې یو ځل بیا د کډوالو د کښتئ د ډوبیدو له امله د ۱۱ تنو ماشومانو په ګډون ۳۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
یوې ډلې کډوالو چې د ترکیې د ایدن ولایت د دیدم ولسوالئ نه د یونان د لیروس ټاپو ته د تلو هڅه کوله د سمندر په منځ کې کښتئ په اوبو کې ډوبه شوه .
د یونان سمندري چارو وزارت ویلي دي چې نن د بولاماچ د ټاپوګانو ترڅیرمه د کډوالو د یوې کښتئ د ډوبیدو خبر لاسه کړ. نوموړي وزارت ویلي دي چې د پيښې د خبر د ترلاسه کولو نه يي سمدلاسه د ژغورنې ډلې سیمې ته واستولې. په څرګندونو کې راغلي دي چې د ژغورنې ډلو ۶۶ تنه کډوال ژوندي وژغورل او د ۳۴ تنو مړي د سمندر نه راوویستل.
یوناني چارواکیو ویلي دي چې پدې کښتئ کې نږدې ۱۳۰ تنو کډوالو شتون درلود چې ۳۴ تنو يي ژوند د لاسه ورکړ. په وژل شوو کسانو کې ۱۱ تنه ماشومان دي.
همداشان ۲۹ تنه کډوالو په لامبو د خپلو هلو ځلو په پایله کې ځانونه وچې ته ویستي دي.
د بله پلوه نن د هیواد د سواحلو امنیتي ځواکونو ۵۷ تنه ناقانونه کډوال ژوندي وژغورل. د هیواد د سواحلو د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې ۵۳ تنو ناقانونه کډوالو چې د هیواد د چناک کلا ولایت د ایوه جک ولسوالئ نه یونان ته د تلو هڅه کوله چې د سمندر په منځ کې کښتئ خرابه شوه .
کښتئ د سمندر څپو راخیستې وه چې د هیواد د سواحلو د امنیي ځواکونو لخوا ولیدل شوه . د هیواد امنیتي ځواکونو په وخت د مداخلې سره نوموړي کډوال روغ رمټ وژغورل.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.