په اتریش کې د کډوالو د فاجعه مخ په لویدو ده

اتریش تیره ورځ په یو لارۍ ډوله سربند موټر کې د کډوالو د موندل شوو مړو شمیره اعلان کړه.

341111
په اتریش کې د کډوالو د فاجعه مخ په لویدو  ده

د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د نوموړي لارۍ ډوله موټر يي د څه باندې ۷۰ تنو ناقانونه کډوالو مړي راویستي دي.
د ویلو ده چې تیره ورځ د اتریش په ختیځ کې د هنګري پولو ته نږدې د لویې لارې په غاړه د پارک په حال کې په یو لارۍ ډوله سربند موټر کې د کډوالو مړي وموندل شول. ګمان کیږي چې کډوالو د هوا د نشتوالي له امله ژوند د لاسه ورکړی وي.
د اتریش خبري رسنیو پرون د موټر کې د ۵۰ تنو کډوالو د مړو د موندولو نه خبر ورکړ خو د اتریش حکومت نن بیا دا شمیره  ۷۱ تنه اعلان کړه.
د اتریش د نایزیدی ایالت د امینې قومندان هانس پیتر دوسکوزیل نن خبري رسنیو ته وویل چې په موټر کې د موندل شوو مړو شمیره ۷۱ تنه ده . نوموړي ویلي دي چې د نوموړو کډوالو د قاچاق  په تور  ۳ تنه نیول شوي دي
نوموړي ویلي دي ګمان کیږي چې نوموړي موټر د چار شنبې د سهار په ساعتونو کې د بوداپست نه حرکت کړی وي او د ماښام په ساعتونو کې د اتریش خاورې ته راداخل شوی وي. د امنیې قومندان وویل داسې ښکاري چې دې کډوال ډیر وخته ژوند د لاسه ورکړی وي او قاچاقبر دوی وروسته پدې موټر کې د سړک په غاړه پریښي وي.
د بله پلوه د اتریش د کورنیو چارو وزیر ددې پیښې نه د یو ستر بشري جنایت په توګه یادونه کړې ده او ویلي دي چې اصلي ګناهکار ددې کسانو قاچاقبر دی.
نوموړي وویل ددې پیښې د بیان په خاطر کلمې نشې موندلی .د اتریش  د چارواکیو په وینا پدې پیښه کې  ۸ ښځې، ۴ ماشومان  او ۵۸ تنه نارینوو ژوند د لاسه ورکړی دی . 


 


پيوندونه:

اړوند خبرونه