د کډوالو بله ستره فاجعه رامنځته شوه

په مدیترانه کې د کډوالو دوه کښتۍ چې تر ۵۰۰ تنو ډیر ناقانونو کډوالو پکې شتون درلود په سمندر کې ډوبې شوې.

341076
د کډوالو بله ستره فاجعه رامنځته شوه

پیښه د لیبیا د زواریه په سواحلو کې رامنځته شوې ده . ویل کیږي تر اوسه پورې د څه باندې سلو تنو مړي د سمندر نه راویستل شوي دي. ګمان کیږي چې پدې پیښه کې تر ډیری کډوالو ژوند د لاسه ورکړی وي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې لومړنۍ کښتۍ چې تر ۵۰ ډیرو کسانو پکې شتون درلود د پنجشنبې د ورځې د سهار په ساعتونو کې په سمندر کې ډوبه شوه . همداشان لږه موده وروسته د دویمې کښتۍ د ډوبیدو خبر هم راغی چې څه باندې ۴۰۰ تنو پکې شتون درلود.
د لیبیا د سواحلو امنیتي او د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې او د کډوالو په ژغورنې پیل وکړ. پدې موده کې نږدې ۲۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو. تر اوسه پورې د څه باندې سلو تنو کډوالو مړي راویستل شوي او د نورو د راویستو په اړه پلټنې دوام لري.
په سیمه کې امنیتي سرچینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پیښه کې یواځې ۲۰ تنه ژوندي ژغورل شوي دي.
په سیمه کې یو تن عیني شاهد بیا ادعا کړې ده چې د څه باندې سلو تنو کډوالو مړي د تريپولي د سیمې په لویدیځ کې یو روغتون ته انتقال شوي دي .

 

نوموړي ویلي دي پدې کډوالو کې د یو زیات شمیر هیوادونو وګړو شتون درلود. دا ادعا بیا د کومې خپلواکۍ سرچینې لخوا تایید شوې نده.

د یادولو وړ ده چې د تیرې چار شنبې په ورځ هم د لیبیا په سواحلو کې په یوه کښتۍ کې د ۵۱ تنو ناقانونه کډوالو مړي موندل شوي وو.
د ویلو ده چې پرون د اتریش کې په یو لارۍ ډوله سربند موټر کې د څه باندې ۷۰ تنو کډوالو مړي وموندل شول.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه