په نیویارک کې د خلکو په ګڼه ګوڼې خونړي برید وشو
د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک په ښار د خلکو په ګڼه ګوڼه وسله وال برید وشو.
335317
د نیویارک د پولیسو په وینا پیښه د چار شنبې د شپې په ناوخته ساعتونو کې رامنځته شوې ده . پیښه د نجونو او هلکانو د باسکتبال د کلپونو ترڅیرمه رامنځته شوې ده .
پیښه د باسکتبال د یوې سیالۍ د پایته رسیدو نه وروسته کله چې خلک د کورونو ته د تلو په حال کې ول رامنځته شوه.
په پیښه کې درې تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي . د پیښې ټپیان د سیمې روغتونونو ته انتقال کړې شوي دي.
پولیسو د پیښې د قربانیانو نومونه ندي په ډاګه کړي .
پولیسو ویلي دي چې د پیښې په اړه څیړنې پیل کړي دي. دا لا معلومه نده چې دا کوم ترهګریز برید وو او که د بل کوم لامل له امله رامنځته شوی دی.