د امریکا د پخواني ولسمشر نامشروع لور

د امریکا متحده ایالتونو د ۲۹ م ولسمشر وارین هاردینګ د نامشروع اولاد لرولو مسله رسمآ تایید شوه.

327270
د امریکا د پخواني ولسمشر نامشروع  لور

 د DNA د ټسټ سره دا معلومه شوه چې پخواني ولسمشر هاردینګ نامشروع لور درولوده.
د امریکا په مطبوعاتو کې د خپرو شوو خبرونو له مخې د پخواني ولسمشر هاردینګ د کورنۍ غړي ډاکټر پیتر هاردینګ پدې اړه شوو ادعاګانو ته د ځواب ورکولو په خاطر د علیضابط ان چې ویل کیدل د ولسمشر هاردینګ نامشروع لور ده وینه واخیسته او د هیواد په نامتو څیړنیز شرکت کې معاینه کړه .
پدې څيړنه کې دا معلومه شوه چې علیضابط ان د ولسمشر هاردینګ نامشروع لور ده . ویل کیږي ولسمشر هاردینګ د نان بریتون په نامه د یوې میرمنۍ سره نامشروع اړیکې درلودې او دا لور يي هم د هغه نه پیدا کړې ده .
دې ټسټ د نږدې ۹۰ کلونو راهیسې روانو جنجالونو ته د پای ټکی کیښود.
د یادولو وړ ده چې دا ادعا د لومړي ځل لپاره د اوټوبیوګرافي په نامه د کتاب د یو تن لیکوال لخوا په ۱۹۲۷ کال کې شوې وه . لیکوال په کتاب کې د ولسمشر لور تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې وه . نوموړي پدې مقاله کې ویلي وو چې ولسمشر هاردینګ د نان بریتون په نامه د یوې میرمنې سره د نامشروع اړیکو د درلودو په پایله کې یوه لور پیدا شوې .
په مقاله کې راغلي وو چې بریتون ۶ کاله د ولسمشر هاردینګ سره نامشروع اړیکې درلودلې . لیکوال حتا لیکلي وو چې ولسمشر هاردینګ یو ځل د میرمن بریتون سره په سپینه ماڼۍ کې هم کوربه والې کړې دی.
د ادعا او مقالې د خپریدو نه وروسته د ولسمشر هاردینګ کورنۍ دا ټولې ادعاګانې رد کړې وې او میرمن بریتون يي په درواغ ویلو تورنه کړې وه .
دا ادعا پوره ۹۰ کاله وروسته په حقیقت بدله شوه .


پيوندونه:

اړوند خبرونه