د امريكا – كيوبا اړيكې نورماليږي.

د امريكا د متحدو ايالتونو او كيوبا د هېوادونو ترمېنځ د تېرو ۶۰ كلونو راهيسې ترينګلې اړيكې د نورمالېدو په حال كې دي.

382466
د امريكا – كيوبا اړيكې نورماليږي.


د امريكا د متحدو ايالتونو او كيوبا د هېوادونو ترمېنځ د تېرو ۶۰ كلونو راهيسې ترينګلې اړيكې د نورمالېدو په حال كې دي.
دواړو هېوادونو پرېكړه وكړه چې په واشنګټن او هاوانا كې په متقابل ډول خپل سفارتونه له سره پرانيزي.
تمه كيږي چې نن به په واشنګټن كې د كيوبا سفارت ددې هېواد د بهرنيو چارو د وزير برونو رودريګاز لخوا په رسمي ډول پرانيستل شي. په هاوانا كې د امريكا د متحدو ايالتونو سفارت به بيا د اګست په مياشت كې د بهرنيو چارو د وزير جان كيري لخوا پرانيستل شي.
د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به په ګډه خبري غونډه كې د اړيكو د نورمالېدو په اړه خبريالانو ته معلومات وركړي.
په ډول به د لړمړي ځل لپاره د كيوبا بيرغ د امريكا د بهرنيو چارو د وزارت په مقر كې ورپول شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه