له زندانه د نړۍ د تر ټولو لوی ډاکو د تېښتې ویډیو
د اِل چاپو ډله د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په ګډون په ۴۰ هېوادونو کې د نشه ایي توکو بازار په خپل لاس کې لري.
380870
د مکسيکو د هېواد د نشه ایی توکو نامتو قاچاق وړونکی، جنایتکار او سړي تښتونکی ډاکو خواکین ګوسمان چې په اِل چاپو باندې شهرت لری او په ټوله نړۍ کې د نشه ایي توکو د نړیوال بازار اصلي غړی بلل کیږي تېره ورځ د نوموړي هېواد د شدیدو امنیتی تدابیرو لاندې زندان نه به تېښتې بریالی شو.
د اِل چاپو ډله د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په ګډون په ۴۰ هېوادونو کې د نشه ایي توکو بازار په خپل لاس کې لري.
د مکسیکو او امریکا ټول پولیس د اِل چاپو د بېرته نیولو لپاره هلې ځلې کوي. حتی ددې هېواد حکومت د اِل چاپو پر سر د ۳ میلیونو ډالرو جایزه هم ایښې ده.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.