اروپا په ټایلنډ سخته نیوکه وکړه

اروپايي ټولنې د ټایلنډ د حکومت لخوا چین ته د اویغورانو د تسلیمولو په اړه سخت غبرګون وښود.

378829
اروپا په ټایلنډ سخته نیوکه وکړه


د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیت عالي استازې کاترینا اشتون د ټایلنډ د حکومت لخوا ۱۱۵ تنه اویغوران چې د چین د حکومت د ظلمونو او شکنجو له امله ټایلنډ ته يي پناه راوړې وه بیرته چین ته تسلیم کړل سخت غبرګون وښود.
نوموړې ویلي دي چې د ټایلنډ د حکومت دا اقدام د ټولو نړۍوالو نورمونو او قوانینو پر خلاف دی. دا اقدام د نړۍوالو او بشري حقوقو نه سرغړونه ده .
اشتون ویلي دي چې ټایلنډ حکومت د مدني او سیاسي حقونو د نړۍوال تړون له مخې مسولیتونه لري چې باید هیڅکله هم دا مسولیتونه هیر نشي.
ټایلنډ باید پاتې اویغور ترکان هر هغه هیواد ته چې دوی غواړي د تلو اجازه ورکړي.
د یادولو وړ ده چې په همدې چوکاټ کې نږدې سل تنه اویغور ترکان ترکیې ته راوستل شوي دي .
ترکیې ته د راوړل شوو اویغورانو ډیری ښځې او ماشومان دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه