روژه په خوله نږدې ۱۰۰ تنه مسلمانان ووژل شول
په نایجریا کې د بوکوالحرام ډلې په جوماتونو د بریدونو په ترڅ کې نږدې سل تنه مسلمانان ووژل
د بوکوالحرام ډلې په نایجریا کې دا ځل په جوماتونو بریدونه وکړل. د نایجریا د چارواکیو په وینا د بوکوالحرام ترهګریزې ډلې د هیواد په شمال ختیځ کې د بورنو ایالت د کوکاوا په سیمه کې په جوماتونو بریدونه ترسره کړل. پدې بریدونو کې ۹۷ تنه روژه په خوله مسلمانانو ژوند د لاسه ورکړ. ویل کیږي بریدونه د ماښام د روژه ماتی نه د مخه ترسره شوي دي.
ځیني لمونځ کوونکي په تیښته بریالي شوي دي. همداشان د بوکوالحرام جنګیالیو په جوماتونو د بریدونو نه وروسته په یاده شوې سیمه کې ګڼ شمیر کورونو ته اور اچولې او چې له امله ښځو او ماشومانو هم ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بوکوالحرام ترهګریزه ډله د افریقا تر ټولو په لوی هیواد نایجزیا کې په ۲۰۰۲ کال کې رامنځته شوه . ویل کیږی یاده شوې ترهګریزه ډله د محمد یوسف په نامه د یو تن لخوا جوړه شوې وه چې وروسته ونیول شو او په ۲۰۰۹ کال کی په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ. د یادې شوې ډلې د مشر د مړینې نه وروسته ډلې په عام وژنو لاس پورې کړ.
بوکوالحرام د ۲۰۰۹ کال راهیسې په افریقا کی او په ځانګړې توګه په نایجریا کې په زرګونو تنه وژلي دي.