په امریکا کې  قصدآ اسلام سره  دښمنئ  ته  لمن وهل کیږي

په امریکا کې یو زیات شمیر اسلام دښمنه بډایه کسان په هیواد کې د اسلام فوبیا د خپرولو په خاطر د ملکي‌ ټولنو سره مالي‌ مرسته کوي

293864
په امریکا کې  قصدآ اسلام سره  دښمنئ  ته  لمن وهل کیږي

په امریکا کې  په خپور شوي‌ یو راپور کې  ویل شوي‌ دي چې  په هیواد کې  اسلام فوبیا ته  په قصدي  ډول سره  لمن وهل کیږي. په راپور کې  راغلي‌ دي‌ چې  د امریکا  یو زیات شمیر  شتمنو وقفونو  او کسانو  په هیواد کې  د اسلام فوبیا یا اسلام سره د دښمنئ‌ د تخم  د کرولو په خاطر  مالي  مرسته کوي.

په راپور کې  راغلي‌ دي‌  د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځه  د اسلام فوبیا یا اسلام سره د دښمنئ‌  په خاطر  د ملکي‌ ټولنو سره ۵۷ میلیونه ډالره  مالي‌ مرسته شوې  ده . 

په امریکا کې  د سنټر اف امریکا پروګرس  په نامه  یوې ملکي‌ ټولنې   د نفرت تخم  کرونکي‌  شتمن   تر سرلیک لاندې  یو راپور  خپور کړی دی .

پدی  راپور  کې  راغلي‌  دي‌ چې  په امریکا کې  ۸  وقفونه  او ځیني‌ شتمن کسان  شتون لري‌  چې  یواځنئ‌  موخه یی په هیواد کې  د اسلام پر وړاندې  د نفرت  پيدا کول  دي. 

دې وقفونو  او شتمنو  خپلو دې  موخو ته د رسیدو په خاطر  د لسو اسلام دښمنه مدني‌ ټولنو سره  ۵۷ میلیونه ډالره  مرسته کړې  ده . 

په راپور کې  راغلي‌ دي‌ دا وقفونه  چې  د اسلام ضد  کمپاینونو په خاطر مدني‌ ټولنو سره  مالي‌ مرستې کوي  ټول  د اسراییلو  د لوبي‌ سره  تړاو لري. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه