ویلډرز: د محمد ص کاریکاتورونه به په ملي تلویزیون کې نشر کړم

په هالنډ کې د ازادۍ په نامه د ښي اړخه افراطي ګوند مشر ویلډرز ویلي دي چې د محمد ص کاریکاتورونه به په ملي تلویزیون کې نشر کړي

292864
ویلډرز: د محمد ص کاریکاتورونه به په ملي تلویزیون کې نشر کړم

د هالنډ افراطي او د اسلام ستر مخالف سیاستوال خیرت ویلډرز ویلي دي چې په پام کې لري د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم کاریکاتورونه د هالنډ په ملي تلویزیون کې خپاره کړي.
د یادولو وړ ده چې نوموړي ددینه وړاندې د هالنډ په پارلمان کې د پیغمبر ص د کاریکاتورونو د نندارتون د پرانیستو په خاطر د پارلمان ریس نه اجازه غوښتې وه چې غوښتنه يي رد شوې وه.
ویلډرز په خپله ویبپاڼه کې اعلان کړی دی چې د ملي تلویزیون لخوا ددوې د ګوند لپاره په ځانګړې شوې موده کې به د محمد ص د کاریکاتورونو د خپرولو لپاره کار واخلي.
د یادولو وړ ده چې ویلډرز تیره میاشت د امریکا د تکزاس ایالت د دالاس په ښار کې جوړه شوې د پیغبمر ص د کاریکاتورونو په سیالۍ کې ګډون کړی وو چې وروسته پرې د دوو تنو لخوا وسله وال برید وشو.
ویلډرز ویلي دي چې د پارلمان لخوا ورسره د پارلمان په ودانۍ کې د محمد ص د کاریکاتورونو د نندارتون د پرانیستو په برخه کې مخالفت شوی دی چې ددینه وروسته د په ملي تلویزیون کې ددې کاریکاتورونو د خپرولو تصمیم ونیولو.
نوموړي په خپله ویبپاڼه کې ویلي دي چې د پارلمان لخوا د هغه د غوښتنې د ردیدو نه وروسته هغه تصمیم ونیولو چې په ملي تلویزیون کې د هغه د ګوند لپاره په ځانګړې شوې موده کې دا کاریکاتورونه نشر کړي.
د یادولو وړ ده چې د هالنډ د قوانینو له مخې هر ګوند ته په ملي تلویزیون کې په ځانګړې شوې کې د خپلې خوښې د خپرونو حق لري. د ملي تلویزیون شورا ددې خپرونو د ویتو کولو او ردولو حق نلري.
خیرت ویلډرز څوک دی؟
خیرت ویلډرز په هالنډ کې د ازادۍ په نامه د ښې اړخه افراطي ګوند مشر دی چې د هالنډ په پارلمان کې د ۱۵۰ څوکیو نه ۲۰ څوکۍ په لاس کې لري.
نوموړی په هالنډ او نړۍ کې د اسلام سره د مخالفت او په هیواد کې د ګډوالو او په ځانګړې توګه د مسلمانو کډوالو ستر مخالف دی. نوموړی د تبعیض او اسلام پر وړاندې د نفرت او کینو نه د ډکو ویناګانو له امله په کراتو مراتو محاکمه شوی دی.
ویلډرز په هالنډ کې د ۲۰۱۴ کال د پارلماني ټاکنو په کمپاینونو کې د خلکو سره ژمنه کړې وه چې د بري په صورت کې به د هیواد کډوال او په ځانګړې توګه مراکشي کډوال وباسي او شمیره به يي تر ډیره حده راټیټته کړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه