تاجکستان ګلمراد حلیموف وطن ته په خیانت تورن کړ

د تاجکستان حکومت د هیواد پخواني د ځانګړو ځواکونو قومندان چې یو څه موده د مخه د داعش سره یو ځای شو وطن ته په خیانت او غدارۍ تورن کړ

292104
تاجکستان ګلمراد حلیموف وطن ته په خیانت تورن کړ

د تاجکستان حکومت د هیواد د ځانګړو ځواکونو د مشر ګلمراد حلیموف چې یو څه موده د مخه د داعش سره یو ځای شو د نیولو امر صادر کړ.
د ویلو ده چې د تاجکستان حکومت ګلمراد حلیموف هیواد ته په خیانت تور کړی دی او د هغه د هر څه ژر د نیولو امر يي کړی دی .


ګلمراد حلیموف چې د تاجکستان د هیواد د ځانګړو پولیسو یو ډیر نامتو مشر چې حتا د دفاع د وزیر په انداره يي صلاحیت درلود یوه لنډه موده د مخه د داعش د ډلې سره یو ځای شو. حلیموف په نظامي برخو کې په امریکا کې په ځانګړې توګه روزل شوی وو.
همداشان نوموړي د امریکا سربیره په روسیه کې هم نظامي زده کړې کړې وې. نوموړي د تاجکستان د ګارد د محافظت سربیره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې مشري هم په غاړه درلوده.
ګلمراد حلیموف تیره اوونۍ د داعش لخوا په خپور شوي یو ویدیويي فلم کې چې تورې جامې په تن وې او سنایپر توپک يي په لاس کې وو راڅرګند شو. نوموړي پدې فلم کې امریکا او روسیې ته ځیني خبرداری هم ورکړې وې.
ګلمراد حلیموف په تاجکستان کې هم د امنیتي پلوه ځینې اندیښنې پيدا کړي دي.


د تاجکستان د حکومت لخوا په خپره شوې یوه خپرپاڼه کې ویل شوي دي چې ګلمراد حلیموف هیواد ته په خیانت او پرته د اجازې په غیرې قانوني توګه په جګړه د برخې اخیستو او د ترهګریز سازمان سره د یو ځای کیدو له امله لټول کیږي.
نوموړی هیواد په پام کې لري چې د ګلمراد حلیموف د نیولو په خاطر نړۍوالو پولیسو ته هم وړاندیز وکړي.
د ویلو ده چې د منځني اسیا نه شاوخوا ۴ زره تنه جنګیالي د داعش په لیکو کې جنګیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه