په امریکا کې یوې مسلمانې میرمنې لوی بری

په امریکا کې یوې مسلمانې میرمنې چې د حجاب له امله ورته دنده نوه ورکړ شوې ۸ کلنه مبارزه وګټله

301167
په امریکا کې یوې مسلمانې میرمنې لوی بری

په امریکا کې یوې مسلمانې میرمنې چې د اسلامي حجاب له امله په یو شرکت کې په کار کې نیول شوې نوه د ۸ کلونو قانوني مبارزې نه وروسته بری ترلاسه کړ.
د امریکا د اوکلوهاما د ایالت اوسیدونکي سمنتها ایلاوف په ۲۰۰۸ کال کې د فیشن او ډیزاین یوې کمپنۍ ایبرکرومبي اینډ فچ ته د دندې په خاطر مراجعه کړې وه چې د اسلامي حجاب له امله په دنده کې نوه نیول شوې.
د کمپنۍ چارواکیو ورته ویلي وو چې د خپلو مقرارتو له مخې نشي کولی چې حجاب لرونکې ښځې ته دنده ورکړي.
نوموړې د کمپنۍ ددې بد عدالتۍ پر خلاف په محکمه کې اقامه د دعوا وکړه .
یاده شوې دعوا ۸ کاله وروسته فیصله شوه .
د محکمې د ۹ تنو قاضایانو نه ۸ تنو کمپنۍ د ټولنیزو قوانینو نه په سرغړونې محکومه کړه .
دعوا کوونکې سمنها ایلاوف د محکمې د فیصلې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې دې د فیشن او ډیزاین سره ځانګړې مینه لري چې د همدې امله يي په ۲۰۰۸ کال کې د فیشن او ډیزاین کمپنۍ ایبرکرومبي ایند فیچ ته د دندې په خاطر مراجعه کړې وه .
نوموړې وویل چې یو انسان باید د خپلې عقیدې او دین له امله توهین نشي او د هغه سره باید بې عدالتي ونشي.
د یادولو وړ ده چې یادې شوې کمپنۍ د تیرو څو کلونو راهیسې د مسلمانانو میرمنو سره په کراتو مراتو بې عدالتي کړې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه