بلجیم د پارلمان مسلمانه غړې ماهې نور اوزدیمیر د ګونده وویستل شوه

د بلجیم د پارلمان په خټه ترکه مسلمانه غړې ماهي نور اوزدیمیر له ګونډه وویستل شوه

297633
بلجیم د پارلمان مسلمانه غړې ماهې نور اوزدیمیر د ګونده وویستل شوه

د بلجیم د ولسي جرګې غړې په خټه ترکه ماهې نور اوزدیمیر له ګونده وویستل شوه .
د بلجیم ولسي جرګې چې د ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه ادعاګانو تش په نامه د عام وژنې مسله ومنله په خټه ترکې یواځنۍ مسلمانې غړې ماهې نور اوزدیمیر دا پریکړه رد کړه چې د ګوند لخوا وویستل شوه .
د بلجیم د انسان دوست ډیموکراټ مرکزي ګوند ریس تیره اوونۍ د تهدید نه د ډکو څرګندونو سره وویل که چیرې میرمن ازدمیر د پارلمان پریکړه ونه مني هغه به له ګونده وویستل شي.
د ولسي جرګې غړې چې د پارلمان پریکړې ته غاړه کینښوده د ګوند نه وویستل شوه.
یاد شوي ګوند د میرمن اوزدیمیر نه غوښتي دي چې د ولسي جرګې د غړیتوب د ښاروالي د مجلس د سلاکارۍ د دندو نه هم استعفا وکړي.
د یادولو وړ ده چې ځوانه مسلمانه وکیله اوزمیر د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې د انسان دوست ډیموکراټ مرکزي ګوند لخوا سیمه ییز پارلمان ته لار پیدا کړه . همداشان نوموړې د تیر کال په ټاکنو کې یو ځل بیا پارلمان ته لار وموندله.
ماهې نور اوزدیمیر د ګوند نه د اخراج نه وروسته د اناتولیا خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې له بده مرغه چې د نن نه یوه پيړۍ د مخه د ترسره شوو ځینو پیښو نه نن ورځ د سیاسي موخو په خاطر ناوړه ګټه پورته کیږي. د نن نه سل کاله وړاندې په ۱۹۱۵ کلونو کې په میلیونو تنه مسلمانان په ډیره بې رحمانه توګه په قتل روسول شول خو له بده مرغه چې د وژل شوو مسلمانانو نه څوک یادونه هم نکوي. د هغه څه نده د عام وژنې په توګه یادونه کوي چې اصلآ نده ترسره شوې. نوموړي ویلي دي چې د خلکو په غم او درد باندې سیاست کول غندم . نوموړي ویلي دي چې ترکانو او ارمنیانو د پیړیو پیړیو راهیسې څنګ په څنګ د یو بل سره ژوند کړی دی . زما په اند دواړه هیوادونه باید خپله دا مسله پرته د بهرنیو مداخلو نه په خپلو منځونو کې حل کړی. دریم ګړي هیوادونه باید ددې مسلې نه د خپلو سیاسي ګټو په خاطر کار وانخلي.
نوموړي ویلي دي چې د تاریخي مسایلو په اړه پریکړه باید تاریخ پوهان وکړي نه پارلمانونه. زه د هغه وړاندیز نه چې ویل شوي دي ارشیفونه دې وسپړدل شي او په ددې مسلې په اړه دې بې طرفه څیړنې وشي پلوي کوم.
د یادولو وړ ده چې ماهي نور اوزدیمیر د بروکسل په پارلمان کې یواځنې مسلمانه میرمن ده. د نوموړې اسلامي جامې او اسلامي چلند د ټولو په سترګو کې د اغزو په څیر وو. 

نوموړې  د ارامنه ادعاګانو  په بهانه  له ګونده  وویستل شوه.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه