امريكا هم د مرسي د اعدام پر پرېكړې نيوكه وكړه.

د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت سرچينو په مصر كې د محكمې لخوا د پخواني ولسمشر محمد مرسي په ګډون د ۱۰۶ تنو د اعدام حكم وغندلو.

278367
امريكا هم د مرسي د اعدام پر پرېكړې نيوكه وكړه.

د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت سرچينو په مصر كې د محكمې لخوا د پخواني ولسمشر محمد مرسي په ګډون د ۱۰۶ تنو د اعدام حكم وغندلو. ددې وزارت يو تن چارواكي څرګنده كړه چې `` موږ په مصر كې د محكمې لخوا د پخواني ولسمشر محمد مرسي په ګډون د ۱۰۰ نه د زياتو كسانو د اعدام د حكم له امله ژور اندېښمن يو.``
ددې چارواكي په وينا په مصر كې پر يو وار د يو زيات شمېر كسانو محاكمه زموږ لپاره د منلو وړ نه ده. دا ډول محاكمه په نړيواله ټولنه كې د مصر مسووليت ته زيان رسوي.
دا په داسې حال كې ده چې ولسمشر رجب طيب اردوغان د نړۍ د لومړي مشر په توګه د مصر د كودتاچي رژيم لخوا محمد مرسي او ملګرو ته يې د اعدام د سزا د اورولو پر وړاندې غږ پورته كړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه