په دنمارک کې د کاغذي او اوسپنیزو پیسو په کارولو بندیز لګول کیږي

دنمارک په هیواد کې د کاغذي او اوسپنیزو پیسو په کارولو بندیز لګولو ته تیاری نیسي

266764
په دنمارک کې د کاغذي او اوسپنیزو پیسو په کارولو بندیز لګول کیږي

دنمارک د نقدو پيسو په کارولو بندیز لګولو ته تیاری نیسي.
په دنمارک کې چې د نقدو پيسو په کارولو بندیز لګولو ته تیاری دوام لري د راتلونکي کال نه په اعتبار سره په ټولو مغازو، رستورانتونو او د تیلو په پم ستیشنونو کې نقدې پیسې ونه چلیږي.
د دنمارک حکومت د کاغذي او اوسپنیزو پیسو کارولو ته د پای ټکی ږدي. نوموړی هیواد په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې پدې برخه کې یو ډیر جدي ګام پورته کړي.
په نمارک کې د راتلونکي کال نه په اعتبار سره په مغازو، رستورانتونو او د تیلو په پم ستیشنونو کې د نقدو پیسو په کارولو د بندیز لګولو قانون تصویب کړی چې د نافذیدو سره سم به د نقدو پیسو په کارولو بندیز ولګول شي. دنمارک غواړي چې په هیواد کې د نقدو پيسو پر ځای دجیتل سیستم فعال کړي.
سره ددې چې دا مسله د یو زیات شمیر خلکو لپاره ناممکنه ښکاري خو د دنمارک خلکو وار د مخه دې نوې دورې او یا نوي سیستم ته تیاری نیولی دی .
د دنمارک د Danske bank په هیواد کې په موبایل ټیلیفونونو کې بانکي سیستم فعاله کړی دی. د دنمارک یو دریمه برخه خلک ددې سیستم نه کار اخلي. ویل کیږي په دنمارک کې سر د اوسه په موبایل ټیلیفونونو کې د بانکي سیستم سره د کریدت کارتونو او نقدو پیسو کارولو ته د پای ټکی ایښی دی.
ویل کیږي په دنمارک کې د هرو دریو تنو نه یو تن د موبایل ټیلیفونونو د بانکي سیستم نه کار اخلي.
یاد شوي بانک د موبایل پې ( mobail pay ) په نامه د سیستم د فعالو سره خلکو ته اسانتیاو برابرې کړي دي. ویل کیږي دا سیستم د اپل د کمپۍ د اپل پې د سیستم په څیر ورته یو سیستم دی.
په دنمارک کې خلک په مغازو او هر ځای کې د پیسو ورکولو پر مهال خپل زیرک ټیلیفونونه ماشین نه نیسي او ددې سیستم له لارې په ډیره اسانۍ سره پیسې ورکوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه