دا ځل په یونان کې یو جومات وسوځول شو

د یونان د لویدیځ تراکیا په سیمه کې یو جومات د معلومو کسانو لخوا وسوځول شو

240523
دا ځل په یونان کې یو جومات وسوځول شو

په یونان کې په لویدیځ تراکیا کې د ګومولجیني په سیمه کې یو جومات وسوځول شو.
د سیمې خلکو خبري رسنیو ته ویلي دي چې نامعلومو کسانو د سیمې جامع جومات ته اور اچولی دی چې له امله يي د جومات یوه برخه په کامله توګه سوځیدلې او چت يي هم ډیر زیان لیدلی دی .
په همدې سیمه کې د یو بل جومات د باغچې ټولې ونۍ د نامعلومو کسانو لخوا قطع شوي دي.
د یونان پولیسو د دواړو پیښو په اړه څيړنې پيل کړي دي .
د یادولو وړ ده چې پدې وروستیو کې په اروپا کې په جوماتونو د بریدونو کچه د پام وړ لوړه شوې ده .
د نوې میلادي کال د پیل راهیسې په یو زیات شمیر اروپايي هیوادونو کې په جوماتونه دیته ورته بریدونه شوي دي .
د روانې اوونۍ په ترڅ کې په جرمني کې هم یو جومات ته اور اچول شوی وو.
په اروپا کې تل په جوماتونو بریدونه کیږي خو تر اوسه پورې یو تن هم ددې بریدونو په تړاو نیولی شوی ندی.
یو تن ته هم د اسلام سره د دښمنۍ په خاطر جزا نده ورکړ شوې. د همدې امله په اروپا کې د هرې ورځې په تیریدو سره په مسلمانانو او د مسلمانانو په عبادتځایونو بریدونه کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه