په جرمني کې په جومات برید وشو

د اسلام دښمنانو دا ځل د جرمني په شمال کې د ویتن په ښار کې جومات وسوځو

236137
په جرمني کې په جومات  برید وشو

د اسلام دښمنانو په جرمني کې یو ځل بیا یو جومات برید وکړ.
د جرمني په شمال د رین وستفالیا ایالت د ویتن په ښار کې د سلطان احمد په نامه جومات برید وشو. د سیمې پولیسو ویلي دي چې د پیښې په اړه يي پراخه پلټنې پیل کړي دي.
د ویلو ده چې د ویتن په ښار کې د ترکیې د دیني چارو د ریاست اړوند د سلطان احمد په جومات د نامعلومو کسانو لخوا برید وشو. نامعلومو کسانو جومات ته په قصدي ډول اور اچولی دی .
پداسې حال کې چې د سیمې پولیس وايي چې دا لا معلومه نده چې جومات ته په قصدي ډول اور اچول شوی دی او که نه خو په سیمه کې د ترک اسلام د ټولنې چارواکیو ویلي دي چې د جومات په امنیتي کمرو کې د ورا ښکاري چې برید کوونکی په قصدي ډول جومات ته اور چوي.
د نوموړې ټولنې د چارواکیو په وینا برید کوونکی د جومات اودس خونې خونې له لارې جومات ته راننوتی دی او په جومات او د ځوانانو په تعلیمي مرکز يي د تیلو د شیندولو نه وروسته جومات ته اور ورته کړی دی .
د جومات د ټولنې ریس ویسل ارسلان خبري رسنیو ته ویلي دي چې په جومات برید د شپې لخوا شوی دی . نوموړي ویلي دي موږ د سهار د لمانځه په خاطر چې کله جومات ته راغلو جومات سوځول شوی وو. د جومات نه لوګي پورته کیدل . سمدلاسه مو اور وژونکو ډلو ته خبر ورکړ .
جومات ته د پام وړ زیان اوښتی دی .
د بله پلوه په سیمه کې د ترک اسلام د ټولنې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په اروپا کې دا ډول بریدونو ټول مسلمانان ډیر انديښمن کړي دي . په څرګندونو کې راغلي دي دا چې په پیښه کې چا ته ځاني زیان ندی اوښتی دا د خوښۍ خبره .
یادې شوې ټولنې په خپره کړې خبرپاڼه کې په جومات ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی او ویلي دي چې دا ډول پیښې په سیمه کې ثبات او استقرار ته زیان رسوي.
ددې په هیله چې د سیمې امنیتي ځواکونو د نوموړي ناوړه عمل فاعلین هر څه ژر ونیسې د د خپلو اعمالو په سزا يي ورسوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه