په جرمني کې د ګډوالو یوه لیلیه وسوځول شوه.
د تروګلیست د سيمې پخواني ښاروال مارکوس د ټولنیزې مډیا له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې یاده شوې لیلیه په قصدي ډول سوځول شوې ده .
په جرمني کې د ګډوالو یوه لیلیه وسوځول شوه.
د جرمني د ساکسن انهالت په ایالت کې د کډوالو لیله چې یوه لنډه موده د مخه جوړه شوې وه د نامعلومو کسانو لخوا وسوځول شوه.
د یاد شوي ایالت د تروګلیست ښاروالي خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا لیلیه يي د کډوالو لپاره جوړه کړې وه. په اورلګیدنه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی خو د لیلیې ودانۍ په کامله توګه سوځیدلې ده .
پولیسو د پیښې په اړه په څیړونو پیل کړی دی . د تروګلیست د سیمې ښاروال درې اوونۍ وړانډې د سخت دریځه ښې اړخو افراطي ډلو د ګواښونو له امله درې اوونۍ د مخه له خپلې دندې استعفا وکړه. نوموړي ویلي وو چې په پام کې لري په ښاروالۍ کې ۴۰ تنو بهرنیو کډوالو ته ځای ورکړي چې دې څرګندونو د افراطي ښې اړخو ډلو سخت غبرګونونه پارولي وو.
د تروګلیست د سيمې پخواني ښاروال مارکوس د ټولنیزې مډیا له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې یاده شوې لیلیه په قصدي ډول سوځول شوې ده . نوموړي ویلي دي چې د نوموړې ودانۍ د سوځیدو له امله به کډوالو ته ۱۵۰ متر مکعبه مځکه د خپلو امکاناتو سره ورکړي.
د بله پلوه د جرمني د فدرال حکومت د عدلیې وزیر میکو ماس د تروګلیست په سیمه کې په قصدي ډول د لیلې د سوځولو په اړه خواشینې څرګنده کړې او ویلي دي چې د حیرانتیا خبره ده . نوموړي ویلي دي چې موږ ټول باید ووایو چې کډوالو ښه راغلاست.
تمه کیده چې پدې لیلیه کې په راتلونکې میاشت کې ۴۰ تنه کډوالو ځای په ځای شوی وای.