کینیا کې په پوهنتون د برید له امله د مړو شمیره ۱۴۷ تنو ته ورسیده

د کینیا په ختیځ کې وسله والو کسانو دا ځل په یو پوهنتون برید وکړ.

223701
کینیا کې په پوهنتون د برید له امله د مړو شمیره ۱۴۷ تنو ته ورسیده

د کینیا په ختیځ کې وسله والو کسانو دا ځل په یو پوهنتون برید وکړ.
په نوموړي کې ۱۴۷ تنه مړه او ۷۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د کینیا د کورنیو چارو وزیر جوزیف کیسري ویلي دي چې د الشباب ترهګریزې ډلې تیره ورځ د ګاریسا په پوهنتون برید وکړ چې وروسته د پولیسو او برید کوونکو ترمنځه نښته پیل شوه. وروسته امنیتي ځواکونو د برید کوونکو د لمنځه وړ په خاطر علمیات پیل کړل چې په ترڅ کې ۴ تنه برید کوونکي ووژل شول.
نوموړي ویلي دي چې برید کوونکو په ځانونو پورې چاودیدونکي توکي هم تړي ول د ویشتو سره سم چاودنې وشوې. په چاودنو کې ځیني امنیتي سرتیرو هم ژوند د لاسه ورکړی دی .
د کینیا د کورنیو چارو وزیر وویل چې پدې پیښه کې د مړو شمیره ۱۴۷ تنو لوړه شوې ده . ۷۹ تنه ټپیان شوي دي چې د ځینو روغتیايي حالت باریکه دی.
وزیر زیاته کړه چې په پیښه کې وژل شوي ډیری زده کوونکي دي. د پیښې نه ۵۱۸ تنه زده کوونکي ژغورل شوي او عسکري قشلو ته وړل شوي چې سبا به خپلو کورنیو ته وسپارل شی.
د بله پلوه د کینیا د کورنیو چارو د وزارت ویاند ویندا ژوکي ویلي دي چې حکومت د نوموړي خونړي برید د طرحه او پلان کوونکي په سر ۲۱۶ زره ۵۳۰ امریکايي ډالره جایزه ایښې ده . هر څوک چې د نوموړي برید د پلان کوونکي په اړه حکومت ته معلومات ورکړي او یا يي په نیولو کې مرسته وکړي دا جایزه به ورته ورکړل شي.

د کینیا په ختیځ کې مخ پوښلو برید کوونکو د ګاریسا د ښار په پوهنتون برید وکړ.
نوموړو د پوهنتون د محافظینو د وژلو نه وروسته دننه نوتل په په زده کوونکو يي ډزې پیل کړي.

د برید مسولیت د الشباب ډلې په غاړه واخیسته او وویلي دي چې په پوهنتون يي ځکه برید کړی چې دوی د کینیا د حکومت سره په جګړه کې قرار لري.
ویل کیږي برید کوونکو په پوهنتون کې مسلمانان جلا کړي او خوشې کړي او نور زده کوونکي وژلي دي . د کینیا امینتي ځواکونو ته خبر هم خوشې شوو زده کوونکو ورکړی دی . د یادولو وړ ده چې دا پوهنتون د سومالیا د پولو په ۲۰۰ کیلومترۍ کې او د ګاریسا د ښار په درې کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په پوهنتون برید او دا لوی قتل عام په کلکو ټکو وغنده. ولسمشر اردوغان پدې اړه په خپور کړي یو پیغام کې ویلي دي چې د ترکیې په توګه دا لوی قتل عام په کلکو ټکو غندو او د کینیا د خلکو ته تسلیت وړاندې کوو. موږ دا برید غندو او لعنت پر وايو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه