۶۶ ورځې یی خام کبان خوړلي او د باران اوبه يي څښلي

۳۷ کلن امریکايي وګړی لویس چې د جنوري په ۲۷ نیټه په سمندر کې لا درکه شوی وو ۶۶ ورځې وروسته وموندل شو

224353
۶۶ ورځې یی  خام کبان خوړلي او د باران اوبه يي څښلي

په امریکا کې د لویس جوردن په نامه یو تن ۳۷ کلن چې د جنوري په ۲۷ نیټه د کب نیولو په خاطر سمندر ته تللی وو او په سمندر کې د کښتۍ سره لا درکه وو ۶۶ ورځې وروسته روغ رمټ وژغورل شو.
۳۷ کلن امریکا ۶۶ ورځې د باران په اوبو څښلې او خام کبان يي خوړي دي.
د ۳۷ کلن امریکايي کښتۍ چې د شمالي کارولینا په سواحلو کې چپه شوې وه ۳۲۰ کیلو متره د چپه کیدو د سیمې نه وړاندې د جرمني د یوې باربرۍ بیړۍ د کارکوونکو لخوا ولیدل شو چې وروسته د امریکا د سمندري ځواکونو لخوا وژغورل شو.
نوموړي خبري رسنیو ته ویلي دي چې کښتۍ د چپه کیدو نه وروسته چپه پرته وه او دا ۶۶ ورځې د سمندر په منځ کې د چپه شوې کښتۍ په شاو د باران اوبو د څښلو او په لاس د کبانو د نیولو او خام خام د خوړولو سره ژوندی پاتې وو.
ویل کیږي نوموړی پرته د یخ وهلو ۶۶ ورځې د سمندر په منځ کې ژوندی پاتې شوی دی.
د لا درکه شوي ۳۷ کلن امریکايي کورنۍ امنیتي ادارو ته د نوموړي د لادرکه کیدو له امله خبر ورکړی وو . د جرمني یوې باربرۍ کښتۍ چې نوموړی د سمندر په منځ کې ولید کښتۍ ته يي راپورته کړ او وروسته يي د امریکا سمندري ځواکونو ته خبر ورکړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه