وسله والو کسانو د کینیا په ختیځ کې په پوهنتون برید وکړ
د کینیا په ختیځ کې وسله والو کسانو دا ځل په یو پوهنتون برید وکړ. د لومړنیو معلوماتو له مخې په برید کې ۱۶ تنه مړه او ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي .
د کینیا په ختیځ کې وسله والو کسانو دا ځل په یو پوهنتون برید وکړ. د لومړنیو معلوماتو له مخې په برید کې۱۶ تنه مړه او ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي .
د کینیا په ختیځ کې مخ پوښلو برید کوونکو د ګاریسا د ښار په پوهنتون برید وکړ.
ویل کیږي پدې پیښه کې د ۱۶ مړه او لږ تر لږه ۶۰ تنه زده کوونکي ټپیان شوي دي .
د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت باریکه دی.
د بله پلوه ویل کیږي کیدای شي چې وسله والو برید کوونکو په پوهنتون کې ځیني زده کوونکي برمته کړي وي.
د برید مسولیت د الشباب ډلې په غاړه اخیستی دی.
د یادولو وړ ده چې د الشباب ډله د کینیا او سومالیا په پولو کې په شمالي او ختیځو سیمو وخت نا وخته بریدونه کوي.
د الشباب ډلې ویلي دي چې دا برید يي د کینیا لخوا سومالیا ته د سرتیرو د استولو د غچ اخیستو په خاطر کړی دی.
د کینیا پولیسو د برید کوونکو د نیولو او یا د وژلو په خاطر عملیات پیل کړي دي . ویل کیږي برید کوونکو د پوهنتون د لیلې پر لورې پرمختګ کړی دی . په لیلیه کې شاوخوا ۵۰۰ تنه زده کوونکي اوسیږي.
اړوند خبرونه
اوکراین د روسیې اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
اوکراین په دونیتڅک سیمه کې د روسیې اړوند د یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.