اروپايي ټولنه د ناقانونه کډوالو نه سرټکوي.

په ۲۰۱۴ کال کې ۲۷۶ زره تنه ناقانونه کډوال اروپايي ټولنې هیوادونو ته تللي دي.

282646
اروپايي ټولنه د ناقانونه کډوالو نه سرټکوي.

اروپايي ټولنه د ناقانونه کډوالو نه سرټکوي.
د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو وګړي د لا ښه ژوند په هیله د اروپايي هیوادونو دروازې ټکوي. همداشان یو زیات شمیر بیا د ناقانونه لارو څخه ځانونه اروپا ته رسوي . ډیری خپل دې هدف ته د رسیدو په خاطر په لارو کې یا خو د انسان د قاچاقبرانو او یا هم د سمندر د کپانو ښکار کیږي.
په ۲۰۱۴ کال کې ۲۷۶ زره تنه ناقانونه کډوال اروپايي ټولنې هیوادونو ته تللي دي.
په ځانګړې توګه پدې وروستیو کې د بالکان سیمو نه یو زیات شمیر وګړي اروپا ته د تلو هڅه کوي. د بالکان د سیمو نه ۴۳ زره تنه اروپايي هیوادونو ته په ناقانونه توګه تیر شوي دي.
د انسان قاچاقبران په ځانګړې توګه د یونان د سواحلو نه ناقانونه کډوال د هنګري ته رسوي. یو زیات شمیر کډوالو په لارو کې ژوند د لاسه ورکوي. یو زیات شمیر هم پخپله د انسان د قاچاقبرانو لخوا وژل کیږي.
یو زیات شمیر ناقانونه کډوال په د ډیرو سختو او تنګو نه وروسته بیرته خپلو هیوادونو ته ستنیږي او ځیني بیا د په لارو کې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول کیږي. ډیر کم تعداد خپلو موخو ته رسیږي.
د بله پلوه اروپايي ټولنه هم د ناقانونه کډوالو د ستونزې له امله سر ټکوي. پداسې حال کې چې د ټولنې غړي هیوادونه د ناقانونه کډوال د مخنیوي په خاطر په هره اندازه تدابیر نیسي د انسان قاچاقبران هم د ډول ډول لارو نه کار اخلي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه