په جاپان کې د امریکا سفیره او جنرال قونسل په مرګ وګواښل شول
په جاپان کې د امریکا سفیره کارولینا کینیدي او د اوکیناوا د ښار جنرال قونسل د نامعلوم یا نامعلومو کسانو لخوا په مرګ ګواښل شوي دي.
د جاپان د پولیسو یو تن چارواکي چې د نوم د اخیستو نه يي ډډه کوله خبري رسنیو ته ویلي دي چې د امریکا د سفیرې میرمن کارولینا کینیدي او جنرال قونسل الفیرید د ټیلیفون په کرښه په مرګ ګواښل شوي دي چې په اړه يي څیړنې پیل شوي دي.
د بله پلوه د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي ویلي دي چې د خپلو ډیپلوماټانو د امنیت په خاطر د جاپان د هیواد سره نږدې همکاري لري.
د یادولو وړ ده چې په جاپان کې د امریکا سفیره کارولینا کینیدي د امریکا د پخواني ولسمشر جان کینیدي لور ده چې په ۲۰۱۳ کال کې د ولسمشر بارک اوباما لخوا د جاپان د سفیرې په توګه په دندې وګمارل شوه.
کارولینا کینیدي د امریکا د پخواني ولسمشر جان کینیدي د کورنۍ یواځنۍ غړې ده چې په ۲۰۱۱ کال کې په جاپان کې د زلزلې او سونامي نه وروسته د فوکوشیما د اټومي بټۍ او په ناګاساکي کې د اټوم بم د قربانیانو د یادونې او درناوي په مراسمو کې ګډون کړی وو.
کارولینا کینیدي ددې کار سره د جاپان د خلکو په زړونو کې د ځان لپاره ځای جوړ کړی وو.
د ویلو ده چې یو لنډه موده وړاندې په سویلي کوریا کې هم د امریکا په سفیر د چړې برید وشو چې له امله يي سخت ټپي شو. داځل په جاپان کې د نوموړي هیواد سفیره او جنرال قونسل په مرګ ګواښل شوي دي.