د داعش سره د يو ځاى شوو ۳ تنو پېغلو كورنۍ تركيې ته راځي.

څه باندې يوه مياشت وړاندې د فبرورۍ د مياشتې په ۱۷مه نېټه د انګلستان د هېواد پوليسو اعلان وكړ چې په پلازمېنه لندن كې درې تنه مسلمانې پېغلې ترى تم شوي دي.

271809
د داعش سره د يو ځاى شوو ۳ تنو پېغلو كورنۍ تركيې ته راځي.

د داعش سره د يو ځاى شوو ۳ تنو پېغلو كورنۍ تركيې ته راځي.
څه باندې يوه مياشت وړاندې د فبرورۍ د مياشتې په ۱۷مه نېټه د انګلستان د هېواد پوليسو اعلان وكړ چې په پلازمېنه لندن كې درې تنه مسلمانې پېغلې ترى تم شوي دي. دا پېغلې د خپلو كورنيو د اجازې پرته لومړى تركيې ته او بيا له دې ځايه سوريې ته تللې او د داعش د ترهګرې ډلې سره يو ځاى شوې دي.
هره يوه اميره، شميمه او سلطانه چې عمرونه يې د ۱۵ او ۱۶ كلونو ترمېنځ دي د تركېې په سوېل كې په غير قانوني توګه سوريې ته لاړې.
د درې واړو نجونو كورنيو چې څه باندې يوه مياشت كيږي د خپلو لوڼو په اړه معلومات نه لري د ټي آر ټي د ټلوېزيوني كانال سره په مركه كې وويل د خپلو لوڼو د بيا لېدلو لپاره يواځنى امېد تركيه ده.
دوى څرګنده كړه چې غواړي تركيې ته راشي او ولسمشر رجب طيب اردوغان نه د خپلو لوڼو د بېرته راستنولو په برخه كې د مرستې غوښتنه وكړي.
دا پداسې حال كې ده چې څه موده وړاندې دې پېغلو د يو پيغام په خپرولو سره څرګنده كړه چې د سوريې د الرقه په ښار كې دي او د داعش د ليكو سره يو ځاى شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه