د پوتين لخوا د جګړې د تياري امر

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د خپل هېواد د بحري ځواكونو د شمال د بحيرې قول اوردو ته امر كړى دى چې د جګړې لپاره تياره شي.

266244
د پوتين لخوا د جګړې د تياري امر

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د خپل هېواد د بحري ځواكونو د شمال د بحيرې قول اوردو ته امر كړى دى چې د جګړې لپاره تياره شي.
د روسيې د دفاع وزير سرګي شويګو پدې اړه خبريالانو ته وويل چې ولاديمير پوتين، جګړې ته د اوردو د تياري د آزمايلو په موخه يې دا كار كړى دى. شويګو چې په مسكو كې د ملي امنيت په مركز كې خبرې كولې څرګنده كړه چې نن سهار په ځايي وخت ۸ بجې د پوتين په امر د شمال د بحيرې د قول ارودو ټول ځمكني، هوايي او بحري ځواكونه جګړې ته تيار شوي دي. شويګو څرګنده كړه چې ددې موخه د هېواد په شمال كې د وسله والو ځواكونو لخوا جګړې ته د تياري آزمايل دي. د شويګو په وينا پدې قول اوردو كې ۳۸ زره نظامي پرسونل، ۳ زره ۳۶۰ نظامي موټر، ۴۱ كيښتۍ، ۱۵ تحت البحري او ۱۱۰ الوتكې او چورلكې دنده اجرا كوي.
د اوكراين پر سر د لوديځ سره د كړكېچ د پيل نه راهيسې روسي چارواكي د جګړې لپاره د اوردو د تياري د آزمايلو په موخه هر مياشت په ناڅاپي ډول تطبيقات ترسره كوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه