امریکا : نه غواړو چې په سوریه کې د بشار اسد رژیم نسکور شي

263532
امریکا : نه غواړو چې په سوریه کې د بشار اسد رژیم نسکور شي

د امریکا اعتراف وکړ نه غواړي چې د اسد رژیم ړنګ شي.
د امریکا د استخباراتو مشر جان برینان وویل چې هیواد يي په سوریه کې د تندلارو ډلو د شتون له امله نه غواړي چې د اسد رژیم وپرزول شي. نوموړي زیاته کړه چې امریکا، روسیه ، د داعش پر خلاف جوړ شوی ایتلاف او د سیمې هیوادونه په سوریه کې د اسد د رژیم نسکوریدل نه غواړي.
جان برینان دا څرګندونې په نیویارک کې وکړې. نوموړي وویل امریکا نه غواړي چې د سوریې واک او اختیار د القاعدې او داعش ډلې لاسته وغورځیږي.
نوموړي زیاته کړه ، هو د منځلارو سوري مخالفینو نه ملاتړ ډیر اهمیت لري خو نړۍواله ټولنه وايي چې د سوریې روانه کورنۍ جګړه باید د یو تمثیلي حکومت سره حل شي .
د امریکا د استخباراتو مشر جان برینان وویل چې دم ګړۍ د داعش په لیکو کې د نړۍ د ۹۰ هیوادونو نه څه باندې ۲۰ زره تنه بهرنیان شتون لري. نوموړي وویل چې یواځې د لویدیځو هیوادونو نه په زرګونه تنه تندلاري د داعش سره د یوځای کیدو په خاطر سوریې او عراق ته تللي دي.
د یادولو وړ ده چې امریکا یو څه موده وړاندې د سوري مخالفینو د روزنې او په وسلو د سمبالولو په خاطر د ترکیې سره یو تړون لاسلیک کړ.
د بله پلوه د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په سوریه کې د اسد د رژیم پر خلاف د پیل شوي پاڅون د څلورمې کلیزې له امله د سوري مخالفینو د موقت حکومت او ملي شورا د استازو سره لیدنه وکړه.
داوود اوغلو په سوریه کې د روانو ټولو یواځنۍ حل لاره ډیموکراسي او د اسد د رژیم نسکوریدل په ګوته کړل.



پيوندونه:

اړوند خبرونه