فرانسې خپله دوه مخي ټولې نړۍ ته ښکاره کړه

263643
فرانسې خپله دوه مخي ټولې نړۍ ته ښکاره کړه

لویدیځې نړۍ یو ځل بیا خپله دوه مخې څیره ټولو ته څرګنده کړه.
فرانسه چې د وینا د ازادۍ په برخه کې په سر باندې سر نه مني د اسراییلو پر خلاف د یو کاریکاتور د رسمولو له امله يي نامتو کاریکاتوریست زیون ونیو.
په فرانسه کې چې تل په نړۍ کې ځان د وینا د ازادۍ دفاع کوونکی او د هر ډول د وینا ازادي د انسانانو مسلم حق بولي په اسراییلو د نیوکو له امله يي نامتو کاریکاتوریست زیون ونیو.


فرانسې چې د شارلي هیبدو مجلې لخوا د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ( ص ) د کاریکاتور د خپرولو نه د وینا د ازادۍ په توګه یادونه کوله د نامتو کاریکاتورست زیون لخوا د اسراییلو په صهیونیست رژیم د نیوکو او صهیونیست رژیم امریکا د ظلمونو د ښکاره کولو په خاطر يي ځیني کاریکاتورونه خپاره کړي وو سمدلاسه ونیو او زنداني کړ.


یاد شوي کاریکاتورست د اسراییلو د حکومت لخوا د یو فلسطیني ماشوم د وژلو کاریکاتور خپور کړی دی .
کاریکاتورست په محکمه کې د توکمپالۍ او دیني نفرت په تور تورن کړ. د ویلو ده چې محکمې د نوموړې کاریکاتور په اړه پرته د دې چې زندان ته واستول شي د محاکمه کولو حکم وکړ .



پيوندونه:

اړوند خبرونه