په افغانستان کې د وژل شوو انګلیس سرتیرو په خاطر د درناوي مراسم

262633
په افغانستان کې د وژل شوو انګلیس سرتیرو په خاطر د درناوي مراسم

انګلستان په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف په جګړه کې د وژل شوو خپلو ۴۵۳ ښځینه او نارینه سرتیرو د درناوي په خاطر نن په لندن کې سن پل په کلیسا کې ځانګړې مراسم جوړ کړل.
پدي مراسمو کې د انګلستان ټولې شاهي کورنۍ ګډون کړی وو. انګلستان ددې مراسمو سره دا وښوده چې په افغانستان کې ۱۳ کلنه محاربوي جګړه پایته ورسوله.


د ویلو ده چې پدې مراسمو کې ټولي شاهي کورنۍ او شهزاده هیري چې دوه ځلې په افغانستان کې دنده ترسره کړې وه ګډون کړی وو.
پدې مراسمو کې د شاهي کورنۍ سربیره لومړي وزیر دیوید کامرون، د لومړي وزیر مرستیال ، پخواني لومړني وزیرانو توني بلیر، ګولډن برون ، د قربانیانو کورنیو، په جګړه کې د ټپي شوو او د هغوې کورنیو غړیو ګډون کړی وو.
په مراسمو کې د انګلستان ملکې دویمې علیزابت او شهزاده چارلیس هم ګډون کړی وو.


په مراسمو کې د انګلیسې ځواکونو یو تن مشر چې درې دورې په افغانستان کې دنده ترسره کړې وه د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې زموږ زړور ملګري او سرتیري چې په افغانستان کې وژل شوي دي خو زموږ په زړونو کې تل ژوندي دي . موږ به هیڅوخت دوی هیر نکړو.
د بله پلوه د نوموړو مراسمو نه وروسته د شاهي کورنۍ ویاند وویل چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ پدې ۱۳ کلن ماموریت کې ۴۵۳ تنه زموږ ښځینه او نارینه سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی. دې سرتیرو د خپل وطن او خپلو خلکو نه د دفاع او ددوې د ارامۍ او ازاده ژوند کولو په خاطر خپل ځانونه قربان کړي دي .


د یادولو وړ ده چې نن د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپل پيغام کې وویل چې بریتانیوي سرتیرو ډیره لوړه بیه پرې کړې ده چې تر څو موږ وکولای شوي د سولې او ثبات په فضا کې ژوند وکړو.
د یادولو وړ ده چې انګلستان د القاعدې لخوا په ۲۰۰۱ کال کې په د امریکا په اسمان څلو د بریدونو نه وروسته د امریکا په مشرۍ افغانستان ته خپل سرتیري راواستول.
انګلستان په افغانستان کې پخپل دې ۱۳ کلن پوځي ماموریت کې ۴۵۳ تنه سرتیري د لاسه ورکړل.
انګلستان افغانستان ته ۹۵۰۰ تنه سرتیري استولي وو چې په سویلي ولایت هلمند کې ځای په ځای ول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه