پدې ښار کې ښکنځل کول او بد ویل ۵۰۰ امریکايي ډالره جزا لري.

258290
پدې ښار کې ښکنځل  کول  او بد ویل  ۵۰۰ امریکايي ډالره جزا لري.

پدې ښار کې ښکنځل کول او بد ویل ۵۰۰ امریکايي ډالره جزا لري.
د کاناډا د البیرتا ایالت اړوند د تابر ښار د ښاروالۍ مجلس په ښار کې د  معاشرت  آدابو په خاطر ډیرې مهمې پریکړې وکړې. د ښاروالۍ مجلس پدې ښار کې په چیغو وهلو او یا په لوړ اواز په خبرو کولو، جنګ کولو، د لاړو په تو کولو او ښکنځل کولو بندیز ولګو. همداشان ددې بندیز نه سرغړونکو ته به نقدي جزاګانې ورکړل شي.
د یاد شوې ښار د ښاروالۍ مجلس د شپې د ۱۱ بجو نه وروسته په لوړ غږ د موسیقۍ په اوریدو، د خلکو په ناراحتولو ، سوال راټولو او ویله ګردۍ هم بندیز ولګو.
د یاد شوي ښار چې ۸ زره تنه نفوس لري ښاروال هینک دی لیګر ویلي دي چې د ښار ټول اوسیدونکي د ښاروالۍ د مجلس ددې پریکړو نه پوره ملاتړ کوي .
ښاروال وویل چې زه هم اعتراف کوم چې دا ډول پریکړې مکملې ندي خو خلک د پایلو په خاطر باید لږ تر لږه موږ ته یو ځل فرصت او چانس راکړي.
پایلو ته په کتو سره به پدې پریکړو یو ځل بیا کتنه وکړو.
ښاروال ویلي دي چې د بندیزونو نه سرغړونکو ته په لاندې ډول نقدي جزاګانې ټاکل شوي دي.
په دیوارونو د لیکنو کولو جزا په لومړني ځل کې ۲۵۰۰ ، په دویم تکرار کې ۵ زره او د دریم ځل لپاره په تکرارولو ۷۵۰۰ امریکايي ډالره .
د ښار په لارو ، سړکونو ، کوڅو او پارکونو کې ادرار کولو او یا کثافاتو د غورځولو جزا ، په لومړي ځل کې ۲۵۰ ، په دویم تکرار کې ۵۰۰ او دریم تکرار کې ۷۲۰ ډالره.
په لارو ، سړکو ، کوڅو او پارکونو کې د لاړو توکولو جزا د لومړي ځل لپاره ۷۵ او د دویم تکرار پر مهال ۱۵۰ ډالره .
په ښار کې د شخړې او جنګ کولو جزا لومړي ځل لپاره ۲۵۰ ، دویم تکرار ۵۰۰ او دریم تکرار ۷۵۰ ډالره.
په ښار کې ویله ګردۍ او مزاحمت کولو جزا لومړي ځل لپاره ۲۵۰ ، دویم تکرار ۵۰۰ او دریم تکرار ۷۵۰ ډالره.
د سوال یا خیرات راټولو جزا لومړي ځل لپاره ۷۵ ، دویم تکرار ۲۰۰ او دریم تکرار ۳۰۰ ډالره.
په ښار کې د چیغو وهلو، ډیر په لوړ اواز د خبرو کولو او ښکنځل کولو جزا د لومړي ځل لپاره ۱۵۰ ، دویم تکرار ۲۵۰ او دریم تکرار ۵۰۰ ډالره.
په ډله ییزو ټوګه شور ماشور کول او یا د الکولي مشروباتو د کارولو جزا د لومړي ځل لپاره ۲زره ، دویم تکرار ۵ زره او دریم تکرار بیا ۱۰ زره ډالره .
همداشان موټر او موټر سایکل نه بې ځایه غږونه پورته کول ، په موټر کې په لوړ غږ د موسیقۍ اوریدل او یا شور ماشور کولو جزا د لومړي ځل لپاره ۱۵۰ ، دویم تکرار ۲۵۰ او دریم تکرار ۵۰۰ ډالره.
د شپې د ۱۱ بجو نه تر سهار ۷ بجو پورې د هر ډول شور ماشور او د خلکو مزاحمت کوونکو ته به د لومړي ځل لپاره ۱۵۰ ، دویم تکرار ۲۵۰ او دریم تکرار ۵۰۰ ډالره ورکړل شي.

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه