په امریکا کې یو ځل بیا یو بیګناه مسلمان ووژل شو

250719
په امریکا کې یو ځل بیا یو بیګناه مسلمان ووژل شو

د امریکا د تکساس په ایالت کې یو تن عراقي مسلمان چې د واورو عسکونه يي اخیستل د نامعلوم کس د برید له امله ژوند د لاسه ورکړ.
د امریکا د دالاس مارننګ ورځپاڼې د خبر له مخې ۳۶ کلن احمد جمعه علی د تکساس ایالت د دالاس په ښار کې د خپلې کورنۍ سره یو ځای د واورو نه د عسکونو د اخیستو پر مهال د نامعلوم کس د برید له امله سخت ټپي شو چې په روغتون کې ساه ورکړه.
په خبر کې راغلي دي چې عراقي مسلمان ۲۰ ورځې وړاندې د عراق نه امریکا ته راغلی وو.
د وژل شوي عراقي خسر محمد التای ویلي دي چې زوم يي د نوي ژوند د پیلولو په خاطر امریکا ته راغلی وو او د کار په لټه کې وو. د نوموړي یواځنی هدف په امن کې د یو ډاډمند او ښه ژوند تیرول وو. خو له بده مرغه چې هغه دلته د یوې ګولې ښکار شو او ژوند يي د لاسه ورکړ.
د بله پلوه د سیمې پولیسو د دیني دښمنیو د مسلې په اړه په څیړونو هم پیل کړی دی .
د دالاس پولیسو ویلي دي چې د عراقي مسلمان د وژلو په مسله کې په دوو تنو شک شوی دی چې د نیولو په خاطر يي هلې ځلې دوام لري. د دالاس د پولیسو یو تن چارواکي جیف کونټر ویلي دي چې دا مسله به د ټولو جزیاتو او ابعادو سره وڅیړل شي.
د بله پلوه په امریکا کې د اسلامي اړیکو شورا د عراقي مسلمان د جنایت د څیړونو په مسله کې باید د اسلام دښمنۍ احتمال هم وڅیړل شي.
د یادې شورا د شمالي تکساس یوې چارواکې عالیه سالم وویل چې یوه میاشت وړاندې په شمالي کرولاینا ایالت کې درې تنه مسلمانان ووژل شول او داسې اوس په تکساس ایالت کې یو تن بل مسلمان په قتل ورسول شو. د مسلمانانو وژنو په اصل کې په امریکا کې ټول مسلمانان اندیښمن کړي دي . نوموړې وویل چې ددې اندیښنو د لمنځه وړو په خاطر پولیس باید دا جنایت د ټولو جزیاتو او ابعادو سره وڅیړي.
د یادولو وړ ده چې د فبروري په لسمه نیټه د شمالي کرولاینا ایالت د چپل هیل په کلي کې یو تن امریکايي درې تنه مسلمانان په قتل ورسول. د نوموړو دریو تنو مسلمانانو وژنې په نړۍ کې د پام وړ غبرګونونه پارولي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه