په امریکا کې د ۳ تنو مسلمانانو قاتل ته د اعدام غوښتنه کیږي

245251
په امریکا کې د ۳ تنو مسلمانانو قاتل ته د اعدام غوښتنه کیږي

په امریکا کې د ۳ تنو مسلمانانو قاتل ته د اعدام د سزا غوښتنه کیږي .
په امریکا کې د دریو تنو مسلمانانو د وژلو په تور تورن قاتل به د اعدام په سزا محکوم کړی شي .
د امریکا د شمالي کرولاینا د ایالت څارنوالۍ د روان میلادي کال د فبروري په لسمه د چاپیل هیل په کلي کې د د وژل شوو ۳ تنو مسلمانانو د قاتل پر خلاف په قصدي ډول د دریو جلا جلا جنایتونو دعواګانې پرانیستې دي. څارنوالۍ ویلې دي چې د یاد شوي ایالت د قوانینو له مخې به قاتل ته د اعدام د سزا غوښتنه وکړي.
د یاد شوي ایالت یو تن څارنوال روګر ایچولس ویلي دي چې د ۳ تنو مسلمانانو د قاتل هیک لپاره به د اعدام د سزا غوښتنه وکړو.
د بله پلوه د امریکا د اف بي ای ادارې لخوا د نوموړو ۳ تنو مسلمانانو د وژنې اړوند څیړنې روانې دي. اف بي ای غواړي چې دا معلومه کړي دا جنایتونه د نفرت او کینې سره تړاو لري او که نه؟
د یادولو وړ ده چې د روان میلادي کال په لسمه نیټه د امریکا په شمالي کرولاینا ایالت د چپل هیل په کلي کې یو تن درې تنه مسلمان ځوانان په قتل ورسول.
ددې پیښې نه وروسته ټولې نړۍ سخت غبرګونونه څرګند کړل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه