د روسیې د لوی مخالف ګوند مشر ووژل شو

د روسیې د پخواني لومړي وزیر مرستیال او د مخالف ګوند مشر بوریس نمتسف د مسکو په زړه کې ووژل شو.

241414
د روسیې د لوی مخالف ګوند مشر ووژل شو

د روسیې د پخواني لومړي وزیر مرستیال او د مخالف ګوند مشر بوریس نمتسف د مسکو په زړه کې ووژل شو.
ویل کیږي په بوریس نمتسف د مسکو په زړه کې د کرملین میدان ترڅنګ وسله وال برید وشو. نوموړی د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سخت مخالف وو.
د عیني شاهدانو د وینا له مخې برید کوونکي د کرملین میدان ترڅنګ په ۵۵ کلن سیاستمدار د ۴ ډزو نه وروسته په یو موټر کې د پیښې د سیمې نه وتښتید.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په بوریس نمتسف خونړیز برید په کلکه توګه وغنده او وویل کیدای شي چې ددې برید تر شا د کرایي قاتلینو لاس وي.
د بله پلوه د ولادیمیر پوتین ویاند د پیښې نه وروسته په خلکو د پارونکو اقداماتو نه په ډډه کولو غږ وکړ.
امریکا هم په بوریس نمتسف برید په کلکه توګه وغنده.
سپینۍ ماڼۍ د بوریس نمتسف د قاتل د نیولو او د عدالت ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.
د یادولو وړ ده چې بوریس نمتسف چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سر سخت مخالف وو د بوریس یلسن په واکمنۍ کې د لومړي وزیر د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.
نوموړی په ۲۰۰۳ کال کې د پارلمان نه جلا شو او په هیواد کې د یو زیات شمیر مخالفو ګوندونو په جوړولو کې رغنده رول ولوبو.
بوریس نمتسف پداسې حال کې وژل کیږي چې په هیواد کې په ټولو مخالفو سیاسي ګوندونو د یکشنبې په ورځ په اوکراین کې د جګړې پر ضد د یو ډیر پراخه لاریون د جوړولو غږ کړی وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه