په اروپا کې د اسلام سره دښمني کچه وروستي سطحې ته رسیدلې ده

226463
په اروپا کې د اسلام سره دښمني کچه وروستي سطحې ته رسیدلې ده

په اروپا کې اسلام فوبیا یا د اسلام سره د دښمنۍ کچه خپلې وروستۍ سطحې ته لوړه شوې ده .
د ایټالیا د هیواد د لا ریپلیکا ورځپاڼې پدې اړه پټه څیړنه کړې چې پایلې وخیمې او زړه بوږنونکي دي.
د لا ریپلیکا ورځپاڼې د ایتالیا د میلان په ښار کې یو تن مصري ځوان محصل چې د خپلو ملي جامو سره ګرځي په پټه توګه د تعقیب لاندې نیولی دی . د ورځپاڼې د خبر له مخې مصري ځوان د ظاهرې بڼې له امله د میلان په لارو او سړکونو کې د خلکو د سخت تنفر ، لفظي تیریو او حتا د ښکنځولو سره مخامخیږي.


په خبر کې راغلي دي چې مصري ځوان ته خلک په لارو او سړکونو کې د دښمن په سترګه ګوري او هر سړی ورته رد او بد وايي. حتا یو زیات شمیر خلک د مصري ځوان سره د داعش د یو جنګیالي په څیر چلند کوي.
ورځپاڼې لیکلي دي یاد شوي کسان چې مصري ځوان ته په ناحقه توګه او یواځې د ظاهرې بڼې له امله بد او رد وايي او ورته د نفرت په سترګه ګوري دوی په هیواد کې د مسلمانانو د موجودیت نه ناراحته دي او په ښکاره توګه د مسلمانانو سره دښمني کوي.


په خبر کې راغلي دي چې یاد شوي ځوان ته څوک د طالب او څوک هم د داعش په نامه خطاب کوي او هر سړی ورته د نفرت په سترګه ګوري.
دې ورځپاڼې ویلي دي چې ددې کار نه موخه په هیواد کې د اسلام فوبیا او یا د اسلام سره دښمنۍ خطر ته د ټولو پام رااړول دي. ورځپاڼې لیکلي دي چې په ایټالیا کې د اسلام دین ته د خلکو د درناوي کچه ډیره زیاته ټیټه شوې ده او د نفرت کچه لوړه شوې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه