د روسیې ولسمشر: د ترکیې سره به همکاریو ته دوام ورکړو

222371
د روسیې ولسمشر: د ترکیې سره به همکاریو ته دوام  ورکړو

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یو ځل بیا د ترکیې سره په همکارۍ ټینګار وکړ.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې هنګري ته تللی د نوموړي هیواد د ولسمشر ویکتور اوربن سره د لیدنې نه وروسته په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.
پوتین په نوموړې خبرې غونډه کې د ترکیې او روسېې ترمنځه د همکاریو اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، د ترکیې سره د همکاریو نه به لاس په سر نشو. د ترکیې سره همکاري زموږ لپاره ځانګړی اهمیت لري. 
موږ یو ځل د ترکیې سره تفاهم وکړ او په مطابقت ورسیدو. اوس د اورپا په خاطر د ترکیې سره د همکاریو نه لاس په سر کیدی نشو او مناسبه خبره هم نده.
پوتین زیاته کړه چې د اروپا د کمیسیون په پریکړو پوره باور نکوي ، ځکه چې نن د اروپا کمیسیون یوه پریکړه کوي سبا يي بیرته ردوي.
موږ لا د اوږدې مودې لپاره او د باور وړ همکاریو ته اړتیا لرو. د همدې امله د ترکیې سره همکارۍ ته ترجیح ورکوو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه